د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو په توګه پېژني 


په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو په ۲۰۱۴ کې بغاوت وکړ او مرکز یې ونیوه
په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو په ۲۰۱۴ کې بغاوت وکړ او مرکز یې ونیوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو وايي ‌چې پلان لري د یمن حوثي شیعه یاغیان د ترهګرو په توګه وپېژني.

د بهرنیو چارو وزارت څخه دا تمه کېدله چې د ولسمشر ټرمپ د دورې په وروستیو ورځو کې به پر ایران د مخ پر ډېرېدونکو فشارونو په ترڅ کې دا اقدام هم کوي. دا اقدام به د جنورۍ له ۱۹ وروسته عملي شي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې د دغه کار هدف دا دی چې د ایران له ملاتړه برخمن شیعه حوثي یاغیانو او د دغې ډلې درې مشرانو سره د یمن له «سرحد دباندې د بریدونو، د ولسي خلکو، تاسیساتو او بېړیو ته د ګواښونو له کبله حساب او کتاب وشي».

ښاغلي پمپیو همدغه راز ویلي دي چې د دغه کار بل هدف په یمن کې د تاوتریخوالي د ختمولو د هلو ځلو چټکول دي.

حوثي شیعه یاغیانو په ۲۰۱۴ کې بغاوت وکړ او د یمن مرکز صنعا یې ونیو. په ۲۰۱۵ کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د دغې ډلې پر ضد عملیات پیل کړل چې یاغیان وشړي او په نړیواله کچه د یمن پېژندل شوی حکومت بېرته راولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي چې په یمن کې د جګړې له پیل راهېسې ۲۳۳۰۰۰ کسان وژل شوي او مړه شوي دي، په دې کې یې ۱۳۱۰۰۰ کسان د خوړو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او کموالي له کبله مړه شوي.

د امریکا تر دغه اقدام مخکې د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې وه چې په دې کار سره یمن کې ولسي خلکو د بشري مرستو رسول ستونزمن شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د ښاغلي پمپیو له خولې ویل شوي: «امریکا پوهېږي چې دا اقدامات به په یمن کې بشري حالت باندې اغیز کوي.‌ موږ پلان لرو ځینې داسې اقدامات وکړو چې په ځینو مشخصو بشري فعالیتونو او یمن ته د موادو په انتقال باندې یې اغیز کم کړي.»

ښاغلي پمپیو پر ایران غږ کړی دی چې حوثي شیعه یاغیانو ته د وسلو انتقال او پر حوثي شیعه یاغیانو یې غږ کړی چې د ایران له انقلابي ګارد سره خپل روابط بند کړي.

XS
SM
MD
LG