د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان او قزاقستان د افغانستان پولې ته څیرمه پوځي تمرینونه وکړل 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ازبکستان او قزاقستان پوځیانو د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینونه وکړل او پدغو تمرینونو کې یې د پولې له بلې غاړې څخه د یو برید پر وړاندې د عملیاتو تمرین هم وکړ.

د ازبکستان د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وویل چې پدغو تمرینونو کې چې د ترمز سرحدي ښار ته نژدې ترسره شول شاوخوا ۳۰۰پوځیانو او ۵۰پوځي وسایطو او جنګي جت الوتکو او همداشان بې پیلوټه الوتکو ونډه اخیستې وه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د منځني اسیا هغو هیوادونو چې د افغانستان سره ګډه پوله لري د روسي ځواکونو سره په ګډه څو ځلې پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.

روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه اندیښمن دي چې د افغانستان بې ثباتي ښایي ددې سبب شي چې ددې هیواد د شمالي سرحد له لارې سخت دریځه وسله وال دغو هیوادونو ته مخه کړي.

له دې سره جوخت یو شمیر هیوادونه په ځانګړې توګه ازبکستان چې په تیرو څو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول درلودلی دی، طالبانو سره د کاري اړیکو د رامنځته کولو هڅه کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، د منځنۍ اسیا د هیوادونو لومړنی مقام دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته کابل ته تللی و او د طالبانو له مشرانو سره یې لیدلي دي.

ازبکستان او قزاقستان د منځنۍ آسیا د سترو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د روسیې سره ډیرې نژدې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG