د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیک چارواکي: له افغانستان څخه زموږ په خاوره راکټونه توغول شوي


اوزبیکستان د سه شنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل د افغانستان له خاورې څخه پر هغه هیواد پنځه توغندي توغول شوي خو هیڅ یو یې انفجار نه دی کړی.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي:" د ۲۰۲۲ کال د جولای په پنځمه د ۴:۲۰ په شاوخوا کې احتمالا پنځه توغندي د افغانستان له خاورې څخه وتوغول شول او د اوزبیکستان په سرحدي سیمه ولیدل شول."

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې توغندي ندي چاودیدلي او له همدې امله ځاني او مالي تلفات ندي رامنځ ته کړي خو پولې ته یې نږدې یې یو شمیر کورونه څه ناڅه زیانمن کړي دي.

د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې هغوی په اوزبیکستان یې راکټي بریدونه کړي خو په هغه وخت کې د اوزبیکستان حکومت دا ادعاوي درواغ وبللې.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته کړې چې هغوی له افغانستان سره کار کوي چې د پيښې علت معلوم کړي، اما د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

اوزبیکستان چې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و شاوخوا ۳۵ میلیونه نفوس لري او له افغانستان سره ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري. د یاد هیواد حکومت په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو له هغوی سره یې روابط رامنځ ته کړي دي.

د یاد هیواد په بیانه کې ویل شوي چې یو توغندی د فوټبال په یو میدان کې موندل شوی او د نظامي انجینیرانو له خوا خثی شوی دی.

XS
SM
MD
LG