د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیکستان د ټوخي د یو وژونکي شربت په تړاو ۲۱ تنه بندیان کړي


د "ډاک-۱ میکس" په نوم هندي شربتو باندې په ازبیکستان کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۸۶ ماشومان مسموم شوي و، چې ۶۸ یې مړه شوي دي. (عکس: ارشیف)
د "ډاک-۱ میکس" په نوم هندي شربتو باندې په ازبیکستان کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۸۶ ماشومان مسموم شوي و، چې ۶۸ یې مړه شوي دي. (عکس: ارشیف)

د اوزبیکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) د ټوخي په شربت د ۶۸ ماشومانو د مړینې په تړاو، ۲۱ کسانو ته د بند سزا واوروله.

د "ډاک-۱ میکس" په نوم هندي شربتو باندې په اوزبیکستان کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۸۶ ماشومان مسموم شوي وو، چې ۶۸ یې مړه شوي دي.

له هند څخه اوزبیکستان ته ددغو شربتو د واردوونکي شرکت رئیس هندي تبعه راګویندرا پرتاپ سینګ ته تر ټولو زیاته د ۲۰ کلونو د بند سزا ورکړل شوې ده.

د محکمې په وینا، نوموړی د فساد، مالیه کې د درغلۍ او جعل په تور مجرم پېژندل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال وویل چې د دغه شربت په نمونو کې د "ډایټیلین ګلایکول" او یا "ایتیلین ګلایکول" زهرجن کیمیاوي محلولونو موندل شوي چې که لږ مقدار یې وخوړل شي د مرګ لامل کیږي.

له دغه اعلان وروسته، هند د ټوخي د دغه شربت د جوړونکي شرکت "ماریون بایوټیک" د کار جواز لغوه کړ.

په همدې موده کې په ګمبیا کې لږ تر لږه ۷۰ ماشومان د یو بل هندي شربت د خوړلو وروسته د پښتورګو له کاره لوېدو له امله مړه شوي دي.

په اندونیزیا کې کې هم په تیرو دوو کلونو د یو ډول شربتو له خوړلو وروسته چې بوتل یې هندي شربتو ته ورته دی، له ۲۰۰ زیات ماشومان مړه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG