د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان: د افغانستان د مخکني حکومت الوتکې د طالبانو حکومت ته نه سپارو


د ازبکستان د جمهور رئیس سلاکار عصمت الله ارګاشیف د طالبانو سره د الوتکو اړوند موضوعاتو خبرې کوي.
د ازبکستان د جمهور رئیس سلاکار عصمت الله ارګاشیف د طالبانو سره د الوتکو اړوند موضوعاتو خبرې کوي.

ازبکستان کې چارواکي وایي لس ګونه نظامي الوتکې چې د افغانستان د مخکني حکومت د ړنګیدو وروسته ازبکستان ته لیږدول شویدي د متحده ایالاتو ملکیت دي او د طالبانو موقت حکومت ته به ونه سپارل شي.

د افغانستان هوایي ځواکونو تیر کال د اګست په میاشت کې کله چې طالبان کابل ته ننوتل شاوخوا پنځوس هیلوکوپترې او نورې نظامي الوتکې یې ازبکستان ته ولیږدولې.

سره لدې چې طالب چارواکو څو ځله د ازبکستان څخه د دې الوتکو د بیرته ستنولو غوښتنه کړې خو د دې هیواد د جمهور رئیس شوکت مرزایوف یو جګپوړي سلاکار عصمت الله ارګاشیف امریکا غږ ته په یوې تازه مرکې کې ویلي چې دا الوتکې د متحده ایالاتو ملکیت دی او پریکړه یې د واشنګټن په لاس کې ده.

ښاغلي ارګاشیف وویل، " د دې الوتکې پیسې متحده ایالاتو ورکړي. امریکا د افغانستان مخکني حکومت سره مالي مرستې کولې نو په همدې خاطر مونږ پدې باور یو چې دا په بشپړه توګه په واشنګټن پورې اړه لري چې څه ورسره کوي".

د ازبکستان دې جګپوړي چارواکي چې د الوتکو په موضوعاتو کې د طالبانو سره په اړیکه کې دی زیاته کړه، " مونږ دا نظامي تجهیزات د متحده ایالاتو سره په موافقې ساتلي او همدا خبره مو طالبانو ته هم کړې".

خو بل پلو بیا طالبان ټینګار کوي چې دا الوتکې د افغانانو ملکیت دی او د بیرته ستنولو غوښتنه یې کوي.

د ازبکستان تر څنګ د افغانستان هوایي ځواکونو څو الوتکې تاجکستان ته هم وړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو امریکا غږ ته تائید کړه چې نه تاجکستان او نه هم ازبکستان طالبانو ته د دې الوتکو د بیرته کولو کوم پلان لري.

د وزارت یو ویاند جګړن راب لاډویک د الوتکو د برخلیک په هکله وویل، " دا الوتکې د ازبکستان او تاجکستان سره د سیمه ایز امنیت اړوند د ګډ کار کولو موضوعات دي".

چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د ۲۱ مې راپدیخوا د افغانستان د هوایي ځواکونو ۴۶ الوتکې په ازبکستان او ۱۸ یې په تاجکستان کې دي.

واشنګټن هم تر اوسه د دې الوتکو د وروستي برخلیک په هکله پریکړه نده کړې. د دفاع وزرات یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې ښایي وروستۍ پریکړه ژر ونشي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "په تخنیکي توګه دا الوتکې د متحده ایالاتو د پوځ پورې اړه لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته یې ورکړې وې".

XS
SM
MD
LG