د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغانستان کې د مخدراتو اقتصاد نږدې دوه برابره لوړ شوی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر یا سیګار په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د مخدراتو د غیر قانوني اقتصاد کچه، نږدې دوه برابره لوړ شوې ده.

افغانستان کې د مخدره موادو د کاروبار په اړه د سیګار موندنې ښيي، چې په ۲۰۱۵ کال کې له مخدراتو څخه د ترلاسه شویو پیسو کچه ۱.۵۲ میلیارد ډالرو ته رسیدله، خو اوس دغه شمیره ۳.۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو د تولید د کچې ۴۳ فیصده لوړیدل او په ګاونډیو هیوادونو کې د هیروئینو د بیې لوړوالی د دې لامل شوی، چې د مخدره موادو د غیرقانوني اقتصاد کچه نږدې دوه برابره شي.

سیګار په خپل رپوټ کې، د مخدراتو کاروبار او تر څنګ یې پراخ اداري فساد او درغلۍ، د دغه هیواد د غیرقانوني اقتصاد اصلي سرچینې بللي دي.

سیګار ویلي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره ۸.۶ میلیارد ډالره لګولي، خو لا هم د نړۍ شاوخوا اتیا فیصده اپین په افغانستان کې تولیدیږي.

سیګار په داسې حال کې د افغانستان د مخدراتو د غیر قانوني اقتصاد د نږدې دوه برابره لوړوالي خبره کوي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اپینو کر او تولید بې‌سارې کچې ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د ګډې سروې پر بنسټ تیرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او ۹۰۰۰زره ټُن اپین ترې حاصل اخیستل شوی دی، خو دغه وزارت یواځې په ۷۵۰ هکتاره ځمکو کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو بریالی شوی دی.

د دغه وزازت د شمیرو له مخې د وړم کال په پرتله تیرکال د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

وړم کال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویلي، چې تیر کال د افغانستان په لسو ولایتونو کې کوکنار نه دي کرل شوي، چې دغه شمیره وړم کال ۱۳ ولایتونو ته رسیدله.

XS
SM
MD
LG