د لاس رسي وړ اتصالات

جیپ پورې د یو ځوان د تړلو ویدیو کشمیر کې تاوتریخوالی زیات کړی


د جمو او کشمیر وزیره اعلی محبوبه مفتي وایي،پولیسو ددې پیښې په هکله د هندي پوځ په ضد دعوا ثبت کړې ده
د جمو او کشمیر وزیره اعلی محبوبه مفتي وایي،پولیسو ددې پیښې په هکله د هندي پوځ په ضد دعوا ثبت کړې ده

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پولیسو د بد چلند د یوې ویدیو له خپریدو وروسته په سیمه کې سخت دریځو حملو ته زور ورکړی او پولیسو له خپلو منصبدارانو غوښتي چې له خپلو پوستو ونه وځي.

د رپوټونو له مخې په کشمیر کې میشت هندي پوځیانو د اپریل په نهمه ٢۴ کلن فاروق احمد دار د جیپ موټر مخې ته تړلی و او بیا یې په کلي کې گرځولی و.

ددې پیښې ویدیو چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توگه خپره شوی د فعالینو په وینا د بشري حقونو څخه د هندي امنیتي ځواکونو د سرغړونو ښکارندوی کوي. فعالین وایي هندي پوځ په تیرو ٢٨ کلونو کې د جلا غوښتونکو په ضد مبارزه کې همدا ډول کارونه کوي.

د جمو او کشمیر وزیره اعلی محبوبه مفتي وایي چې پولیسو ددغې پیښې په هکله د هندي پوځ په ضد دعوا ثبت کړې ده.

د هند د پوځ ویاند ډگرمن راجیش کالیا بیا وایي چې د خپرې شوې ویدیو رښتینوالی معلوموي او د هغه په وینا "هغه کسان چې په دې بدکارۍ محکوم شي ورته به سزا ورکړل شي".

د کشمیر د بشري حقونو یو مخکښ خرم پرویز وایي دا ډول پیښې د ٢٧ کلونو راهیسې دلته روانې دي "دا د [انسان نه] د بشري سپر په توگه د استفاده کولو لومړی پیښه نه ده. هغه څه چې اوس توپیر لري هغه دادي چې ټولنیزو رسنیو دا پیښه ثبت کړې ده".

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د فاروق احمد دار په وړاندې چلند "غیر قانوني او د منلو وړ نه دی".

د اونۍ په پای کې دوه نورې ویدیوگانې هم په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي. یوه یې په جمو او کشمیر کې د هند د واکمن گوند کارکوونکي ښیي چې د یو ټوپکوال سره ولاړ دي او په روان سیاست انتقاد کوي.

یو بله ویدیو د ملیشه ځواک د یو منصبدار په واسطه د یو ١٧ کلن شخص وژنه ښکاره کوي چې په کشمیر کې د پارلمان د اپریل د نهمې انتخاباتو پر وخت رامنځ ته شوې ده. د رویترز اژانس نه دی توانیدلی چې ددغې ویدیو رښتینوالی ثابت کړي.

په کشمیر کې تاوتریخوالی چې د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی او دواړه هیوادونه یې د بشپړ مالکیت ادعا کوي، په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې دوبی راروان دی او په دې گرم موسم کې معمولاً اعتراضونه زیات وي.

هند، پاکستان د جلا غوښتونکو جنگیالیو په ملاتړ ملامتوي، خو اسلام آباد اد ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG