د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: د ښځو سره د زور زیاتي ټولې قضیې مو څیړلي دي


لویه څارنوالي وایي د تیر مالي کال په دولسو میاشتو کې د ۳۴ ولایتونو نه دوي سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۰۰ قضیې ثبت شوي، چې ټولې یې څیړل شویدي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چارشنبې (جنوري ۳۰ مې) نیټې خبریالانو ته وویل چې په دغه قضیو کې د وهلو ډبلو، جراحت، وژلو، په زور واده ته اړ کول او د زور زیاتي نور ډولونه شامل دي.

"ټولې قضیې، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې کشفي ادارو یا ښځو څارنوالۍ ته ویلي دي د ټولو څیړنې تکمیل شوي او اکثریت یې د محاکمو فیصلې له ځان سره لري او هغه قضیې چې تر کار لاندې دي همکاران مو هڅه کوي قانون عملي کړي".

د افغانستان لویه څارنوالي همدارنګه وایي، چې دوې توانیدلي په تیرو دوو کلونو کې د ښځو ونډه او ګډون له دریو فیصدو څخه ۲۲ فیصدو ته لوړه کړي..

لویه څارنوالي زیاتوي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ظلم او زور زیاتي مجرمینو د جمهور ریس د بخښنې له فرامینو او تخفیف څخه نه برخمن کیږي.

دغه اداره په داسې حال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۲۷۰۰ قضیو د څیړلو خبره کوي، چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون تیره میاشت ویلي، وه چې سږ کال له دوې سره ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر هم نن په یوه غونډه کې اندیښنه ښودلې، چې ښځې لا هم له بیلابیلو تاوتریخوالو او ستونزو سره مخ دي.

"ګواښ دا ندی، چې په لرګي یې ووهي یا یې په ټوپک وولي دا چې په کمه سترګه ورته ګوري دا یو ګواښ دی او یو ډول تبیعض دی او دا یو حقیقت دی".

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا وایي، چې تیر کال که څه هم له ښځو سره ظلم او زور زیاتی شوی خو د نورو کلونو په پرتله بیا دغه کال د افغان ښځو لپاره یو ښه کال وه.

دغه وزارت وایی، چې په دغه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ۴ زرو ته رسیدې، چې دغه شمیر دوه کاله وړاندې بیا څه باندې ۶ زره پیښو ته رسیده.

XS
SM
MD
LG