د لاس رسي وړ اتصالات

د کوهلي او انوشکا د واده اوازې ریښتیا شوې


د ویرات کوهلي د ټویټر نه
د ویرات کوهلي د ټویټر نه

د هند د کرکټ د لوبډلې کپتان ویرات کوهلي د هندي فلمونو د اداکارې انوشکا شرما سره واده وکړ.

نن د دوشنبې په ورځ ( دسمبر ١١ ) د هند د کرکټ مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي د هندي فلمونو د اداکارې انوشکا شرما سره د دواړو د واده په هکله د ډیرې مودې د اوازو نه وروسته په حقېقت کې واده وکړ.

ویرات کوهلي چې د کرکټ د نړۍ یو ځانگړی لوبغاړی دی، د انوشکا شرما سره یې د تیرو څو کلونو د مېنې او ملگرتیا نه وروسته واده وکړ. دغو دواړو ستورو په خپل ټویټر باندې یو پېغام خپور کړیدی.

"نن مونږ د یو بل سره لوظ وکړ چې د یو بل سره به مدام مینه لرو. مونږ دا خبر په ډیره خوشحالۍ ستاسو سره شریکوو. دا ښکلې ورځ به د کورنیو، ملگرو او مینه والو په مینه او ملاتړ لا نوره ښایسته شي. ستاسو د ټولو نه ډیره مننه چې د دې سفر مهمه برخه یئ."

د کوهلي او انوشکاشرما د واده د یوې ویډیو د خپریدو نه یو څو دقېقې وروسته دغه خبر د هغوي په ټویټر خپور شو.

د نړۍ د بیلا بیلو ملکونو نه د دواړو مینه والو هغوي ته د مبارکۍ پیغامونه واستول چې پکې ځینې د مشهورو هنرمندانو او لوبغاړو ټویټونه او پیغامونه شامل دي.

ویرات کوهلي او انوشکا شرما دواړه په ملینونو مینه وال لري. د واده د ویډیو د خپریدو نه وروسته په ېو څو دقیقو کې د هغوي د واده خبر نه یواځې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې په ټویټر د ټولو نه زیات لوستول شوی خبر و.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG