د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ترجمانانو لپاره د ۴٠٠٠ ویزو وړاندیز شوی


تر دې دمه زرګونه افغان ترجمانان د مهاجرت د ځانګړې ویزې له لارې امریکا ته راغلي دي
تر دې دمه زرګونه افغان ترجمانان د مهاجرت د ځانګړې ویزې له لارې امریکا ته راغلي دي

د امریکا د نیو همپشائر ایالت دیموکرات سناتورې جین شاهین وړاندیز کړی چې هغه افغانانو ته دې ۴٠٠٠ ویزې ورکړل شي چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت سره مرسته کوي.

په دغه لایحه کې دا هم وړاندیز شوی چې د افغانانو د مهاجرت لپاره د ځانگړي ویزو موده د یو کال لپاره وغځوي چې هدف یې د هغو افغان ترجمانانو سره مرسته ده چې ژوند ته یې خطر پیښ دی.

اغلي شاهین وویل چې افغانانو ته د نورو ویزو ورکول مسله ډیره مهمه ده ځکه چې د امریکا ولسمشر تیر کال افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو اعلان کړی.

شاهین په روان کال کې د افغانانو لپاره ٣٥٠٠ ویزو ترلاسه کولو کې کامیابه شویده، د هغې سره په دغه کار کې جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین هم مرسته کوي.

د رپورټونو په اساس اوس هم په افغانستان کې د لسو زرو پورې ترجمانان موجود دي چې د امریکایي قواوو سره یې مرسته کړیده.

XS
SM
MD
LG