د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غږ له مخدره موادو سره د اغیزمنې مبارزې لپاره خبریالان روزي


په دغه ورکشاپ کې د سیمه‌ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو افغان خبریالانو ته روزنه ورکول کیږي.
په دغه ورکشاپ کې د سیمه‌ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو افغان خبریالانو ته روزنه ورکول کیږي.

امریکا غږ په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د اغیزمنې مبارزې او خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکولو په برخه کې، د مختلفو رسنیو افغان خبریالانو ته په یو روزنیز ورکشاپ کې روزنه ورکوي.

په دغه درې ورځني ورکشاپ کې، چې د پنجشنبې په ورځ (سیپتمبر ۲۱) د هند په پلازمینې ډهلي کې جوړ شوی دی، د افغانستان او امریکا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې چارواکي، د امریکا غږ مسولین او د مخلتفو رسنیو افغان خبریالان ګډون لري.

د امریکا غږ د پروژو د برخې مشر محمد ابراهیم ناسر، چې د دغه ورکشاپ د چارو سمبالونکی دی وايي، په دغه ورکشاپ کې یې د افغانستان د مختلفو سیمه‌ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو له خبریالانو څخه ۱۵ تنه غوره کړي، چې ورته د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې د اغیزمنو رپوټونو د جوړولو روزنه ورکول کیږي.

دغه ورکشاپ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د څانګې په همکارۍ جوړ شوی دی.

په دغه ورکشاپ کې د رسنیو تجربه لرونکي بهرني متخصصان د اغیزمنو رپوټونو د جوړولو په برخه کې خپلې تجربې له افغان خبریالانو سره شریکوي، څو د رسنیو له لارې د مخدره موادو د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

افغان خبریالان وايي، دا ډول روزنیز ورکشاپونه د دوی پر مسلکي کارونو مثبته اغیزه لري.

XS
SM
MD
LG