د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران حکومت د ۵۴ زندانیانو د اعدام حکمونه ورکړي


د بشري حقونو یو سازمان دوشنبه جنوري شپږمه ( مرغومي ۱۷) په تازه راپور کې ویلي چې د ایران حکومت د ۵۲ سیاسي او امنیتي بندیانو لست خپور کړی تازه پرې د اعدام حکمونه شویدي.

د دې ادارې په راپور کې د ۵۴ کسانو نومونه ورکړل شوي چې په ۲۴ یې په تهران کې په انقلابي او جنایي محاکمو کې د اعدام حکمونه صادر شوي او پاتې نور یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د اعدام په سزا محکوم شوي.

د ایران د بشري حقونو فعالینو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د سیاسي او امنیتي زندانیانو باندې د اعدام سزا د ایران په سترې محکمې کې تائید شوې او د دوي قضیې د تطبیق کیدو لپاره اجرائیه څانګې ته استول شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې دې کسانو ته د محکمې جریان پر وخت عادلانه محاکمه کیدو ته فرصت نه و ورکړل شوی او دا چې هغوي ته مدافع وکیلان هم نه و ورکړل شوي.

په اکثریت دې کسانو چې د اعدام په سزا محکوم شوي، د "بغاوت" تور لګول شوی و چې په ایران کې د حکومت پر ضد د وسله وال بغاوت معنی ترې اخیستل کیږي.

پدې کسانو کې داسې هم شته چې اسرائیل ته د جاسوسۍ کولو تور پرې لګول شوی.

ایران په نړۍ کې تر چین وروسته دویم هیواد دی چې هر کال پکې ډیر کسان اعدامیږي.

د هه نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمې نیټې خبر ورکړ چې په ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي چې ۷۳ یې افغانان دي.

د بشري حقونو دغه سازمان همداشان ویلي، چې یوازې د ډسمبر په میاشت کې لږ تر لږه نهه افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي او اکثر یې د نشه یي توکو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، د ډسمبر په میاشت کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۳۸ بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شول په داسې حال کې چې په نومبر میاشت کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته رسېده.

د هه نګاو بشري حقونو سازمان ویلي دي چې په ایران کې د دسمبر په میاشت کې د اعدامونو له جملې څخه ۷۵ قضیې د مخدره موادو د جرمونو، ۶۱ قضیې د قصدي وژنې او نورې دوه قضیې د وسله والو غلاوو له امله وې.

خو، د هه نګاو د سازمان په راپور کې خپرې شوې شمیرې ښيي چې په ایران کې د ډسمبر په میاشت کې د اعدام شویو کسانو ډېره برخه کردان، بلوڅان، ترکان او لر، قومي اقلیتونه وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG