د لاس رسي وړ اتصالات

د نظر پوښتنې پایلې: د سولې خبرې دې درې اړخیزه وي


ګډونوالو د افغانستان د دولت، امریکا او طالبانو تر منځ په درې اړخیزو خبرو اترو ټینګار کړی.
ګډونوالو د افغانستان د دولت، امریکا او طالبانو تر منځ په درې اړخیزو خبرو اترو ټینګار کړی.

زرګونو کسانو پر وب، فیسبوک او ټویټر دې ته رایې ورکړې چې آیا د افغانستان د سولې خبرې باید دوه اړخیزې که درې اړخیزې وي.


په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د حکومت سره هر ډول خبرې اترې رد کړي او یوازې له امریکا سره په خبرو ټینګار کوي د امریکا غږ لخوا ترسره شوې یوه نظر پوښتنې کې ګډونوالو د افغانستان د دولت، امریکا او طالبانو تر منځ درې اړخیزې خبرې غوره بللي دي.


په دغې غیر علمي نظر پوښتنه کې چې یوازې د امریکا غږ پر ویبسایټ، فیسبوک او ټویټر خپره شوې و، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴۰۰۰ ډیرو کسانو برخه واخیسته.

په نظرپوښتنې که پوښتنه شوې وه چې د افغانستان د سولې خبرې باید د کومو خواوو تر منځ وشي. تر دې دمه (سه شنبې ماښام) ۱۲ سلنه کسانو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته رایه ورکړې، ۱۳ سلنه کسانو بیا د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو اترو غوښتنه کړې او ۷۵ سلنه کاروونکو بیا د امریکا، طالبانو او افغانستان دولت تر منځ د خبرو اترو انتخاب غوره کړی دی.

په دغې نظرپوښتنې کې د برخې اخیستلو سربیره، ځينې لوستونکو د افغانستان د سولې په اړه ځینې نظریې شریکې کړي او بیلابیلې تبصرې یې کړي دي.

محمد نصیر مایار لیکلي” ترهغه چې پدې کړيدلي اوځوريدلي هيواد کې دعدل اوانصاف نظام پلۍ نشي او دافغانستان ټول ميشت قومونه دخپل ګران هيواد په نظام کې دقانون مطابق ځانونه شريک ونه ګڼي زما په آند داوسني تش په نوم حکومت هغه حکومت کوم چې د دوو شوکمارو ډلګيو پنځوس پنځوس دغلاو سهامى شرکت پرته بل څه ندى په هيڅ وجه به دسولې اوسوکالۍ شاهدان ونه اوسو ـ دا دى هغه تريخ واقيعت او حقيقت “

اجمل ملکزاده لیکلي” لومړي د امریکا او طالب استازو تر منځ بیا په کابل کی حکومت سره. تر هغو چی د بهرنیو ځواکونو وتل یا مهالویش معلوم نشی مذاکراتو کامیابیدو هیله نشته “

ضیاالحق حلیمي لیکلي ”امريکا او طالبانو ترمنځ ، موږ ته مهمه صلح ده او هغه د امريکى نه بغير امکان نلري. لمړۍ بايد اور بند وشي ، بيا دې د امريکې او ناتو قوواوې ووځي، له هغه وروسته د کابل چارواکو کې سره تفاهم وشي، او طالبانو ته د راتګ زمينه برابره شي او ټول نظامي برخې دې د افغان ملي ځواکونو په واک کې پاتې شي، او طالب جنګياليو ته دې هم په ملي اردو کى دجلب جذب فرصت ورکړل شي، موقته اداره دې رامنځ ته شي او د ملي شورا او جمهوري رياست لپاره دې د ټاکنو زمينه برابره شي ،هر چا ته چې بريا په برخه شوه، نورو سره دى په تفاهم حکومت ته ادامه ورکړى. “

دغه نظرپوښتنه په داسې حال کې تر سره شوې چې د طالبانو د ډلې سره زلمي خلیلزاد په اماراتو کې لیدلي دي چې په کې امریکا د طالبانو څخه د یو شپږ میاشتني اوربند او طالبانو په افغانستان کې د یوې موقتې ادارې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG