د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې واګنر وسله واله ډله د مهماتو د کمښت له امله د اوکراین له باخموت څخه وځي  


د واګنر وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین له خپلو ځواکونو سره
د واګنر وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین له خپلو ځواکونو سره

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد، د واګنر وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین، نن جمعه د مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) وویل چې د مهماتو د کمښت له امله به خپل ځواکونه د باخموت له سیمې ددغه میاشتې تر لسمې نېټې پوري وباسي.

نوموړي وویل چې په کافی اندازې د مهماتو نه لرل داسې مانا ورکوي چې دده ځواکوونه دې په "مرګ محکوم" شوي‌ وي.‌ پریګوژین له مودو راهیسې دا شکایت کړی دی چې د ده تر امر لاندې د واګنر ځانګړي ځواکونه د روسیې د کافي ملاتړ څخه بې برخې دي.

هغه تر دې مخکې هم ویلي‌ و چې سرتیري یې د اواکراین په ختیځ د باخموت پر ښار د برید لپاره د درندو وسلو یو پر دریمه برخه ګولۍ ترلاسه کوي.

نوموړی د باخموت له سیمې څخه د خپلو سرتیرو د وتلو خبره پداسې حال کې کوي‌ چې روسي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د کرملین پر ماڼۍ د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ او تور یې پوري کړ چې، اوکراین د ولسمشر پوتین د وژولو پلان درلود.‌

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند،‌ دیمتري پسکوف د چهارشنبې پر ورځ وویل: "ددغه راز بریدونو پریکړه په کیف کې نه، بلکې په واشنګټن کې شوې ده." هغه زیاته کړه چې کیف هغه کار ترسره کوي، چې لارښونه ورته کیږي.

خو سپینې ماڼۍ بیا د کرملین پر ماڼۍ د بې پیلوټه الوتکو په برید کې هر راز لاس لرل رد کړي او مسکو یې د "درواغو" په ویلو تورن کړی دی.‌

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي، د ان بي سي خبري شبکې ته وویل: "موږ له دې موضوع سره هیڅ تړاو نلرو... پسکوف دلته درواغ وايي، اسانه او اصلي خبره همدا ده."

د واګنر وسله واله ډله د ۲۰۲۰م کال له دوبي راهیسې په باخموت کې د اوکرایني او روسي ځواکونو تر منځ د خونړیو نښتو مسوولیت پر غاړه لري.

ددغه وسله والې ډلې مشر یوګني پریګوژین د لسګونه زره کسانو په ګمارلو سره،‌ د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړې کې مهم رول لوبولی دی.‌ ددې برسیره، نوموړی د اوکراین د جګړې لپاره د روسیې په محبسونو کې ګڼ شمېر مجرمین، پخواني منصبداران او جاسوسان هم ګمارلي‌دي.‌

XS
SM
MD
LG