د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ او پکتیکا پر مرکزونو د طالبانو بریدونه؛ جګړه روانه ده


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بلخ ولایت امنیتي مسؤلین وايي وسله والو طالبانو د مزارشریف ښار د امنیتي کمربند پر پوستو بریدونه کړي او د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن شنبه اګست ۱۴( زمري ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو له دې سره هم مهاله د دغه ولایت پر دهدادي او نهرشاهي ولسوالیو هم بریدونه کړي چې په زیاتو برخو کې بریدونه دفعه شوي دي.

ښاغلي عادل زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې افغان سرتیري او سیمه ییز پاڅونوال همکاري کوي.

طالبانو هم ویلي چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف او د پکتیکا ولایت په ښار یې بریدونه زیات کړي او ادعا یې کړې چې د یادو ښارونو ځینې برخې یې نیولي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو لخوا د یادو ښارونو د ځینو سیمو نیول ردوي او وایي چې اوس مهال د دغه ولایتونو په سیمو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي امریکا غږ ته وویل: "د پکتیکا په مرکز کې امنیتي سرتیري حضور لري او له طالبانو سره جنګیږي، په مزارشریف ښار کې په منظم ډول زیات سرتیري حضور لري."

د تیرو دوو اورنیو راپدېخوا تر پراخو بریدونو وروسته د څه باندې لسو ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي او اوس مهال د ځینو ولایتونو مرکزونو ته نژدې هم جګړې روانې دي.

د یادو جګړو له امله د افغان چارواکو په وینا زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

تیره ورځ په بلخ ولایت کې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور او د جمهوري ریاست پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د طالبانو پر ضد د سیمه ییزو پاڅونوالو د منظمولو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG