د لاس رسي وړ اتصالات

پر لښکرګاه د طالبانو برید پر شا تمبول شوی، ګڼې کورنۍ بېځایه شوي ـ چارواکي


د هلمند د ولایتي شورا رئیس وایي، وکیلانو پدې اړه خپلي اندېښنې له مرکزي حکومت سره هم شریکي کړي
د هلمند د ولایتي شورا رئیس وایي، وکیلانو پدې اړه خپلي اندېښنې له مرکزي حکومت سره هم شریکي کړي

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې پر لښکرګاه ښار د وسله والو لوی برید يې پر شا تمبولی، خو د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره پوځي عملیات لاهم دوام لري.

د پرون ورځې راهیسې د لښکرګاه ښار د سقوط لپاره پر امنیتي کمربند د وسله طالبانو لوی بریدونه پيل شوي چي په ترڅ کې يې د ولایتي شورا د رئیس عطاءالله افغان په وینا ګڼو امنیتي پوستو پکښې سقوط کړی.

د هلمند والي محمد نبي الهام وايي چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره پرون ماښام ناوخته له کابل او ښوراب پوځي اډې څخه تازه دمه ځانګړي ځواکونه دې ښار ته رسیدلي او د وسله والو پرضد يې پوځي عملیات پيل کړي دي.

ښاغلي الهام زیاته وي چې د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو په غبرګون کې افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې يې دده په وینا ۱۰۶ تنه وسله وال وژل شوي.

نوموړي نن سې شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) د لښکرګاه د امنیت په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په لښکرګاه ښار او ځينو نورو برخو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي.

نوموړي زیاته کړې: "په روانو هوايي او پوځي عملیاتو کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په نهرسراج ناوه او ګرمسېر کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي چي د ۸ قوماندانانو په ګډون يې ۱۰۶ تنه وژل شوي او ۳۷ تنه نور يې ټپیان شوي، د وسله والو پرضد دا پوځي عملیات دوام لري."

د هلمند ولایتي شورا نیوکه کوي چې پدې ولایت کې د ولایتي مسئولینو ترمنځ همغږي کم رنګه ده چې له کبله يې لښکرګاه ښار تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندي دی.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان امریکا غږ ته وويل چې د شورا وکیلانو پدې اړه خپلي اندېښنې له مرکزي حکومت سره هم شریکي کړي.

نوموړي زیاته کړه: "که پاملرنه ونشي موږ جدي اندېښنه لرو چې لښکرګاه ښار به د سقوط تر حده رسیږي او دا به بیا مرکزي حکومت ته یو نه جبرانیدونکی کار وي."

جګړه او کډوالي:

پر همدې مهال د هلمند د کډوالو چارو اداره وايي چې د پرون ورځې راهیسې پر لښکرګاه ښار د جګړو له وېري د بېځایه شویو کورنیو نوې څپه راغلې.

د نوموړي ادارې رئیس سید محمد رامین وايي چې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو له بریدونو سره سم د لښکرګاه د بولان او قلعه بیست له ناحیو او دغه راز ښار ته نږدې د ناوې له ولسوالۍ څخه تر زر زیاتي کورنۍ ګډوالي شوي.

ده وويل: "د پرون ورځې په اوږدو کې د ښار له قلعه بیست، بولان او تر څنګ يې له ناوې ولسوالۍ څخه تر ۱۰۰۰ ډېري کورنۍ د شدیدو جګړو له وېري کډوالي شوي موږ د بیړنو مرستو پر چمتو کیدو له مرسته کونکو بنسټونو سره په ګډه کار کوو."

بلي خواته د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د لوی امنیتي مرستیال په مشری نظامي پلاوی هم لښکرګاه ښار ته رسیدلی.

ده وويل چې د لښکرګاه د امنیت په اړه به کوټلي ګامونه واخیستل شي،خو پدې اړه يې نور جزئیات ورنکړل.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند ولایت د تازه جګړو په اړه تبصرنه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG