د لاس رسي وړ اتصالات

د دشت ارچي له مرکز څخه طالبان ایستل شوي ـ دفاع وزارت


د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالي
د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز په ګډون یو شمېر نورې سیمې هم له طالبانو څخه پاکې کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ له مرکز څخه طالبان په شا تمبولي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن سې شنبه نومبر ۱۷(لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې دفاعي او امنیتي ځواکونو تیره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې د طالبانو څخه پاکې کړې٠

هغه زیاته کړه: "اوس عملیات په جدي توګه دوام لري او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډیر ژر به پاتې سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې شي."

ښاغلي امان وویل چې تېره شپه دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

ددفاع وزارت د ویاند مرستیال د دشت ارچي په جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

طالبانو وړمه شپه د دشت ارچي ولسوالۍ پر مرکز بريدونه وکړل چې د سرچينو په وينا د ولسوالۍ بازار ته هم ورسېدل.

که څه هم ځینو سرچینو تېره ورځ د طالبانو په لاس د دشت ارچي ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ خو دفاع وزارت دغه خبرونه رد کړل.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG