د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د افغان پوځ عملیاتو کې تر ۵۰ ډېر طالبان وژل شوي ـ دفاع وزارت


د افغانستان لوی درستیز او لغمان سیمه ییز چارواکي په تیره شپه په مرکز مهترلام کې د پلې ګرځېدو پرمهال.
د افغانستان لوی درستیز او لغمان سیمه ییز چارواکي په تیره شپه په مرکز مهترلام کې د پلې ګرځېدو پرمهال.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په لغمان ولایت کې د تیرې شپې پوځي عملیاتو پرمهال لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان مرکز مهترلام کمربندي پوستو ته د طالبانو تر نژدې کېدو وروسته تیره ورځ په دغه ولایت کې افغان کمانډو ځواکونه ځای پر ځای شول.

دفاع وزارت نن دوشنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) ویلي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمي تصفيه شوي او په وینا یې د عليشنګ په لور عملیات پر مخ روان دي.

اعلامیه زیاتوی: "د تیرې شپې راپدېخوا پيل شوو عملیاتو کې دطالبانو د مخکښ قوماندان زلمي او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو وسله والو په ګډون، تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي."

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء چې په لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد د جګړې رهبري کوي تیره ورځ له یاد ولایت څخه د طالبانو د بیرته ایستلو ډاډ ورکړ.

ښاغلي ضیاء پرون ناوخته خبریالانو وویل چې په وروستیو ورځو کې په لغمان ولایت کې ځينې امینتي ستونزې را منځته شوي وې چې د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره بیرته هوارې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د لغمان مرکز مهترلام، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات پيل شوي چې پرمهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر همدې مهال د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي چې په وروستیو ورځو کې طالبانو د علیشنګ او الینګار ولسوالیو په ځینو سیمو کې بریدونه پيل کړل.

ښاغلي یارمل وویل چې اوس مهال بیرته له طالبانو څخه د یادو سیمو د نیول کېدو عملیات پيل شوي دي او په خبره یې وضعیت به بیرته سم شي.

هغه زیاته کړه: "د لغمان ولایت اوسېدونکو ډاډ ورکوم چې پوځي قوواې دغه ولایت ته رسېدلي دي او ډير ژر به د مرکز مهترلام او ولسوالیو امنیتي وضعیت ښه شي."

وسله والو طالبانو بیا تیره ورځ په دغه ولایت کې د یوولس امنیتي پوستو او پوځي مهماتو د نیول کېدو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG