د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ مرکز سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

امنیتي منابع وايي چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ مرکز نن سهار جولاۍ څلورمه (غبرګولي ۱۴) سقوط کړی دی.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه تبصره ونکړه، خو امریکاغږ ته یې وويل چي افغان قوواوي په سیمه کې حضور لري.

ده وويل: "په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کنډک موجود دی چې زموږ پرسونل هلته موجود دی."

خو د زابل يوه لوړپوړي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ولسوالۍ له ودانۍ او امنیه قومندانۍ څخه پولیس پر شا شوي او د پوځ په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي.

سرچینې وويل چې په سیمه کې جګړه هم نده شوې خو افغان قوواوي د ولسوالۍ له تاسیساتو څخه وتلي دي.

شینکۍ د ولایتي مرکز کلات ښار په ۷۰ کیلو میترۍ جنوب کې له ډيورنډ کرښې سره نږدې پرته ګڼ مېشته ولسوالي ده.

یوه میاشت مخکې د شینکۍ په څنګ کې د اټغر ولسوالي هم سقوط شوې وه.

هغه مهال په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي‌ دفتر وويل چې د اټغر ولسوالۍ څخه یې د پوځ سرتیري په شینکۍ ولسوالي کې ځای پر ځای کړي چې د دواړو سیمو د امنیت لپاره به ماموریت ولري.

د دې تر څنګ د سیوري په نوم یوه نوې جوړه شوې ولسوالي هم په شینکۍ ولسوالي پوري اړوند ده چې لایې هم رسمي‌ تشکیلات ندي منظور شوي.‌

‌‌بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلو تصویرونو کې د شینکۍ ولسوالۍ د مرکز په بیلا بیلو برخو کې خپل حضور ښيي او ادعا کوي چې له جګړې پرته يې دا ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندي را وستې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG