د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور وارنر: له افغانستان څخه په بیړه راوتل به سهوه وي


امریکایې سناتور مارک وارنر
امریکایې سناتور مارک وارنر

امریکایې سناتور مارک وارنر چې د رو‏ژې میاشتې په درناوي پرون د ویرجینیا په ادامس جومات کې د مسلمانانو د جمعې تر لمانځه وروسته وینا وکړه، د امریکا غږ خبریالې گالیا رڼا نورستانې سره په یوه لنډ مرکه کې د افغان سولې او له ایران سره د امریکا پر شخړو هم خبرې وکړې.

ښاغلي وارنر لمونځ کوونکو ته په پخپله وینا کې پر عبادت ځایونو باندې د وروستیو تروریستي بریدونو په هلکه وویل چې د هر مذهب خلک باید په امن او د ویرې پرته هر چیرته چې وي د خپل دین لاره تعقیب کړي.

مارک وارن وویل: "دا ډیره مهمه ده چې زمونږ غږ واوریدل شي، د هر دین او مذهب خلک په امن کې باید د خپل مذهب لاره تعقیب کړي. تاسو د امریکا اتباع یاست زه نن په ویاړ وایم چې تاسو زمونږ هیوادوال یاستې، راځې چې ټول د سولې لپاره دعا وکړو."

ښاغلې وارنر د امریکا غږ ته د افغانستان څخه د امریکاېې پوځیانو د وتلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د ستراتیژۍ په هکله وویل، که امریکا په بیړه امریکاېې پوځیان د افغانستان څخه وباسي نو ممکن افغانستان له لا نورو تاوتریخواليو سره مخ شي.

مارک وارنر وویل، د افغانستان د امینت او سولې لپاره د امریکا پوځ ډیرې قربانیانی ورکړي دي ډیرې پیسې یې مصرف کړي "زه فکر کوم دا مناسبه ده چې د طالبانو سره دې خبرې اترې و‍شي، که امریکا په بیړه او د یو منظم پوځي انتقال پرته د افغانستان څخه ووځي نو ممکن افغانستان بیرته تاوتریخوالو سره مخ شي. چې دا نه د افغانانو لپاره ښه دې او نه هم د نړۍ لپاره."

همدا شان د امریکا او ایران ترمنیځ د لانجو په هکله ښاغلې وارنر واېې باید دیپلوماتیکې لارې غوره کړي.

مارک وارنر وویل: "زه فکر کوم چې په سیمه کې واضح ګواښونه شته، اوس دا د متحده ایالاتو حکومت پورې دې چې د ایران د کړنو په هکله شواهید ښکاره کړي. زما هیله دا ده چې موږ په سیمه کې د لا زیاتو تاوتریخوالی د مخه نیوي لپاره باید د ډیپلوماټیکو هڅو څخه کار واخلو."

سناتور وارنر: له افغانستان څخه په بیړه راوتل به سهوه وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

XS
SM
MD
LG