په بغداد کې د متحده ایالاتونو د سفارت ویاند د یکشنبې په ورځ، مارچ نهم (کب ۱۹) وویل واشنګټن د بندیزونو د معافیت له تمدیدولو څخه ډډه کړې چې له مخې یې عراق ته له ایران څخه د برېښنا د پېرېدلو اجازه ورکول کېده.
سره له دې چې عراق د تېلو او ګازو پراخې زیرمې لري خو انرژۍ ته د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره په وارداتو تکیه کوي او درېیمه برخه برېښنا او ګاز له ایران څخه واردوي.
د عراق حکومت چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د انرژۍ په برخه کې په ځان د بسیا کېدو هیله لري، ویلي دي چې د بندیزونو د معافیت په اړه یې "د هر ډول سناریو لپاره" چمتووالی نیولی دی.
په بغداد کې د متحده ایالتونو د سفارت ویاند وویل: "د مارچ په اتمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق لپاره د ایراني برېښنا د پېرېدلو معافیت تمدید نه کړ."
هغه زیاته کړه چې دا پریکړه "ډاډ رامنځ ته کوي چې موږ ایران ته په هېڅ کچه د اقتصادي یا مالي مرستې اجازه نه ورکوو".
په دې بیان کې د ایران د ګازو وارداتو ته، چې په کور دننه د عراق د برېښنا د تولیداتو لپاره خورا مهمه ده، هېڅ اشاره نه ده شوې.
د بندیزونو د معافیت دا تصمیم په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال ونیول شو کله چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه ووت او پر تهران باندې یې بیا بندیزونه ولګول.
د روان عیسوي کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو راهیسې ټرمپ پر ایران باندې د "اعظمي فشار" راوستلو پالیسي بیا پیل کړې ده.
په بغداد کې د امریکا د سفارت ویاند د یکشنبې په ورځ وویل: "د ولسمشر د اعظمي فشار کمپاین د ایران د اټومي ګواښ د پای ته رسولو، د بالستیک توغندیو د پروګرام د کمولو او د ترهګرو ډلو د ملاتړ څخه د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی."
هغه ایران "د انرژۍ یو بې باوره عرضه کوونکی" وباله او له بغداد څخه یې وغوښتل چې "ژر تر ژره د ایران د انرژۍ پر سرچینو باندې خپله تکیه پای ته ورسوي".
د هغه په وینا له ایران څخه د برېښنا واردات د عراق خلکو ته د برېښنا په رسولو کې د پام وړ مرسته نه کوي.
په عراق کې د لسیزو جګړو له امله لا هم د دې هېواد تاسیسات په خواشینوونکي حالت کې دي او د اوړي په موسم کې چې د تاودوخې کچه تر ۵۰ سانتي ګرید پورته کېږي د بریښنا د دوامداره قطع کیدو له امله حالت لا ترینګلی کېږي.
په عراق کې اکثره کورنۍ هره ورځ یوازې څو ساعته بریښنا ته لاسرسی لري او هغوی چې له اقتصادي پلوه په ښه حالت کې دي د یخچالونو په څیر وسایلو لپاره شخصي جنراتورونه کاروي.
په عین حال کې ایران هم عراق ته په منظمه توګه برېښنا نه ورکوي چې له امله یې په دې هېواد کې د برېښنا کمښت د ۴۶ میلیونه عراقیانو پر ورځني ژوند منفي اغیزې کوي.
د عراق د حکومت ویاند باسم العوادي د شنبې په ورځ دولتي رسنیو ته وویل چې چارواکو په جنوبي ولایت بصره کې د ګازي برېښنا د تولید په ګډون د معافیت په اړه "د ټولو سناریوګانو لپاره" چمتووالی نیولی دی.
عراق هڅه کوي چې پر وارداتو باندې د تکیې د کمولو لپاره په کور دننه د طبیعي ګازو تولید زیات کړي.
عراق تېر کال له اردن او ترکیې څخه د برېښنا واردات پیل کړل او همداشان هڅه کوي چې د خلیج هېوادونو د برېښنا له شبکې سره ځان وصل کړي.
فورم \ دبحث خونه