د لاس رسي وړ اتصالات

د برازیل او نړۍ د فوټبال ځلانده ستوری پلی ومړ 


د برازیل د فوټبال ځلانده ستوری پلی
د برازیل د فوټبال ځلانده ستوری پلی

پلی چې د برازیل د فوټبال د "شهنشاه او افسانه" لقب هم ورکړل شوی و د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) د ۸۲ کالو په عمر له نړئ سترګې پټې کړې.


د فوټبال په نړیوال جام کې په درې ځلې اتل کیدو سره پلی چې اصلی نوم یې "اډسون ارانتیس دو ناسیمنتو" دی د ۲۰ پیړۍ د تر ټولو مطرحه ورزشي څیرې په توګه رامنځته شو.


دغه اتل د ۲۰۲۱ کال راهیسې د کلمو په سرطان ناروغۍ باندې د اخته کیدو په وجه تر درملنې لاندې و.


په هغه روغتون کې چې پلی په کې بستر و د هغه د مړینې دلیل د سرطان ناروغۍ په وجه د هغه د بدن د څو غړو د فعالیت څخه لویدل ګڼلي دي.


په فوټبال کې د خپل ځانګړي میتود او د تاریخي سپورتي ریکارډونو په ثبتولو سره، پلی د دوه لسیزو لپاره د فوټبال مینه وال په خپل مهارت سره جذب او سرګرم کړي وو.

پلی هغه څوک و چې د ساو پاولو په سړکونو کې یې د ټکرانو څخه په جوړه شوی پنډوسکه چې منځ یې په ورځپاڼو ډک شوی و، د فوټبال لوبه پیل کړه، نوم وتی لوبغاړی او د برازیل د فوټبال ملي ټیم غړی شو.

کله چې د فوټبال د افسانوي او ځلانده ستورو یادونه کیږي، د پلی نوم بیکن باور، ډیاګو مارادونا، کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي سره موازي یادیږي. فیفا پلی او مارادونا د پیړۍ د لوبغاړو په توګه یاد کړي دي.

د پلی شهرت دومره وو چې په ۱۹۶۷ کې، د نایجیریا په کورنۍ جګړه کې ښکیلو خواوو په هغه هیواد کې د پلی د لوبې د لیدلو لپاره په لنډمهاله اوربند موافقه وکړه.

ملکې الیزابت II، په ۱۹۹۷ کې پلی ته د شوالیه لقب ورکړ. کله چې پلی متحده ایالاتو ته سفر وکړ، د متحده ایالاتو ولسمشر رونالډ ریګن د هغه هر کلی ته ورغی او دې ستوري سره د روغبړ په وخت وویل: "زما نوم رونالډ ریګن دی، زه د متحده ایالاتو ولسمشر یم. مګر تاسو اړتیا نلرئ چې خپل ځان معرفي کړئ ځکه چې هرڅوک پوهیږي چې پلی څوک دی."

د فوټبال له نړۍ څخه له ګوښه کیدو وروسته پلی یو وخت د برازیل د سپورت وزیر، یو وخت یو شتمن سوداګر او یو ځل د یونیسکو او ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیر و. هغه یو ځل د فلم لوبغاړی شو او حتی سندرې او موسیقي یې پیل کړه.

اډسن ارانتیس دو ناسیمنتو یا پلی په لومړي ځل د ۱۹۵۸ کال په نړیوال جام کې د برازیل په ملي ټیم کې لوبه وکړه. نوموړی په ۹۲ لوبو کې د ۷۷ ګولونو په وهلو سره د برازیل د ملي لوبډلې تر ټولو غوره ګولوهونمی وپېژندل شو او په دې وروستیو کې د برازیل بل لوبغاړی نیمار هم وکولای شول چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام کې له پلی سره مساوي ګولونه ووهي.

XS
SM
MD
LG