د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: موږ باید د افغان ښځو او نجونو تر څنګ کلک ودرېږو


رینا امیري د افغانستان د ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې ده
رینا امیري د افغانستان د ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې ده

د افغانستان لپاره د ښځو په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالو څخه غوښتي دي چې باید د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د «جدي تګلارو» په وړاندې ودرېږي.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰(لیندۍ ۲۹) په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي‌ چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان نیم نفوس خپلو هیلو ته له رسېدو او «ټول هېواد له اقتصادي ثبات» څخه محروم کړي دي.

طالبانو تېرکال همدغه ورځې شپې په افغانستان کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.

رینا امیري په همدې مناسبت لیکلي ‌دي: «موږ باید د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تر څنګ کلک ودرېږو، هغوی په موږ غږ کوي چې [د طالبانو] د دغو تګلارو مخه ونیسو او دا په یاد ولرو چې [دغه تګلارې] د افغانستان له فرهنګ څخه نه، بلکې د طالبانو د مفکورې څخه اخیستل شوې دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست هم د نجونو د پوهنتونونو د تړل کېدو د مسئلې په اړه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې له کومو افغانانو سره چې هغه غږېدلی، ټول یې وايي چې هېواد یې د اینده لپاره ډاکټرانې، انجینرانې او ښوونکې غواړي.

هغه لیکلي دي: «د افغانستان د اینده او په باثباته سیمه کې زموږ د ګټې په خاطر، باید په هرې کچې کې زده کړو ته د ښځو لاسرسی په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو.»

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو ورسته په افغانستان کې په ښځو باندې یو لړ بندیزونه ولګول او تر څنګ یې له متوسطه ښوونځيو څه ورپورته یې د نجونو او ښځو په زده کړو هم بندیزونه ولګول.

د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالو دا بندیزونه غندلي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې لېرې یې کړي.

خو طالبان وايي چې «د شریعت په اساس ښځو ته حقوق» ورکوي او د نجونو په زده کړو بندیزونه یې هم تر «امرثاني پورې» دي، خو د بیا خلاصېدو لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG