د لاس رسي وړ اتصالات

طوفان او سوړ موسم امریکا کې د کرونا ضد واکسین انتقال ګډوډ کړی


ژمني طوفانونو، سختې سړې هوا او د بریښنا قطع کیدو په متحده ایالاتو کې د کروناویروس ضد واکسین کولو څه دپاسه ۲۰۰۰ مرکزونه بند کړي او ټولو ۵۰ ایالتونو ته یې د شپږ میلیون ډوز واکسین لیږدول ځنډولي دي.

د فبرورۍ د میاشتې له ۱۴ څخه راوروستهامریکا د متحده ایالاتو په ډېرو برخو کې موسم یخ شوی، واوره او بارانونه شوي دي. سختو واورو او د ریکارډ په کچه سړې هوا د اوکلهما او ارکنساس ایالتونه ځپلي او په ټول تکزاس ایالت کې یې د بریښنا انتقال ګډوډ کړی دي.

دغو سختو واورو د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت هڅې چې د کروناویروس ضد واکسین د لیږدولو چارې ګړندۍ کړي، ځنډولی دی.

همداشان د هوا حالاتو د میشیګن په ایالت کې د فایزر شرکت کارخانې ته چې د کروناویروس ضد واکسین تولیدوي د جمهور رئیس بایډن د سفر مخه نیولې ده.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ سلاکار اندي سلاویټ وایي هوا په ښه کیدو ده او د واکسین لیږد بیرته پیل شوی دی. د هغه په وینا د جمعې په ورځ ۱.۴ میلیون ډوز واکسین مختلفو ایالتونو ته لیږدول شوی دی.

خو ښاغلي سلاویټ ویلي چې: «مونږ اټکل کوو چې ټول پاتې شوي واکسین به تر راتلونکې اونۍ پورې ولیږدول شي او زیاته برخه به یې په راتلونکو څو ورځو کې انتقال شي.»

ښاغلي سلاویټ ویلي چې فدرالي حکومت له واکسیناتورانو څخه غواړي چې ډېر ساعتونه کار وکړي او د واکسین کولو لپاره زیاتو خلکو ته وخت ورکړي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې فبرورۍ ۲۱ (کب ۳) تر سهاره په امریکا کې ۲۸۰۷۸۶۳۸ کسان په کروناویروس اخته شوي او له دې وجې څه دپاسه ۴۹۷۶۷۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG