د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې بشري بحران؛ 'WFP' وايي، د ژمي لپاره ۱۷۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د ژمي په رارسېدو سره اړمنو افغانانو ته د مرستو رسېدو په هدف په بېړني توګه ۱۷۲ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه ادارې د سې شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) ویلي چې او سمهال په افغانستان کې ملیونونه کورنۍ د یو بل ژمي سره د مخامخ کیدو لپاره نیږدې هیڅ نلري.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته خوراکي موادو ورسوي.

یاد بنسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د خوړو نړیوال پروګرام ژمي ته د جمتو والي په موخه، په بیړنۍ توګه ۱۷۲ میلیونه امریکایی ډالرو ته اړتیا لري."

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي و چې په افغانستان کې ۲۴ میلیون کسان د خوړو خوندیتوب نلري او ۹۰ سلنه وګړي یې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه ادارې په وینا د روان میلادي کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې څه باندې ۱۸ میلیون کسانو د خوارکي موادو او نغدو پيسو بشري مرستې تر لاسه کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي دوشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) ویلي چې میلونونه افغانان پداسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسیدو دی او د بشري مرستو لپاره بودجه هم مخ په خلاصیدو ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د کابل څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د "وضعیت تر ټولو بهترین تعریف به دا وي چې سوچه ناورین وبلل شي"

ښاغلي اکبروف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۹ په سلو کې خلک په کافي اندازه خواړه نلري او ۶.۶ ملیونه یې د اضطراري حالت تر کچې د خوراکي موادو د نامصؤنیت سره مخ دي چې د قحطۍ حالت څخه یوازې څو ګامه لیرې دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدرانګه وویل چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۴۰ ملیون وګړو څخه ۳۵ ملیونه یې په غربت کې پداسې حال کې ژوند کوي پدې هیواد کې د خوراکي موادو بیې نږدې ۳۰ په سلو کې لوړې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) تېره اونۍ وویل چې د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي او په خبره یې د فقر کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د بهرنیو مرستو له کمېدو سره، دغه هیواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسو په اساس اکثریت ښځې بې کاره کړای شوي دي چې په هغوی کې ځنې یې د خپلو کورنیو د ژوند د لومړنیو امکاناتو برابرونکي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمې راهیسې، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته، د دغه هیواد شاوخوا ۹ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه، چې له امله یې ویل کیږي ددغه جنګ ځپلي هیواد اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

که څه هم په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو په اړه خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړل شو، خو ویل کیږي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو سره دغه خبرې بندي شوي دي.

XS
SM
MD
LG