د لاس رسي وړ اتصالات

ولې سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هیواد صدراعظم کړ؟


د سعودي عربستان باچا سلمان تیره اوونۍ خپل زوی او د دې هیواد ولیعهد محمد بن سلمان ته په شاهي فرمان کې د صدراعظمۍ مقام ورکړ.

سره لدې چې د سعودي چارواکي او د ښاغلي سلمان مدافع وکیلان وایي دا مقام ورته د هغو دندو پر اساس ورکړل شوی چې د سعودي دا شهزاده یې پر مخ وړي خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې سعودي پدې کار سره غواړي خپل دا جګپوړی چارواکی د هغو حقوقي دعوو څخه بچ کړي په متحده ایالاتو کې د هغه پر ضد شویدي.

یو قاضي د متحده ایالاتو وکیلانو ته د دوشنبې اکټوبر تر ۳مې وخت ورکړی و چې د محمد بن سلمان د "معافیت" په هکله خپل نظر ورکړي خو د متحده ایالاتو حکومت د محکمې په یوې غوښتنې کې چې د فرانس پریس خبري اژانس تر لاسه کړې، غوښتي چې د پریکړې کولو لپاره دې ۴۵ نورې ورځې مهلت ورکړل شي.

د متحده ایالاتو په محکمو کې پدې تیرو څو کالونو کې د سعودي پدې ۳۷ کلن مشر ګڼ شمیر حقوقي دعوې شوي چې تر ټولو مشهوره یې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د هغه د لاس لرلو له کبله ده.

د بن سلمان مدافع وکیلان وایي چې د سعودي عربستان د حکومت تر ټولو د جګپوړي چارواکي په توګه هغه د "معافیت" لپاره په شرایطو برابر دی.

خو د بشري حقونو مدافعین او د سعودي عربستان د حکومت منتقدین وایي چې محمد بن سلمان ته د صدراعظمۍ د مقام ورکول د معافیت لپاره "بې شرمه" هڅه او غواړي چې پدې سره هغه د قانوني تعقیب څخه بچ کړي.

د (عربي نړۍ لپاره اوس دموکراسي) په نامه د سازمان اجرایئوي مشرې سارا وایټسن چې بنسټ یې جمال خاشقجي ایښی د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د لقب ورکول د هغوي (سعودي چارواکو) وروستۍ هڅه ده چې د قانوني تعقیب څخه ځان خلاص کړي خو د سعودي عربتسان چارواکو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

همدې سازمان د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې د جمال خاشقجي د نامزادې خدیجې چنګیز سره یو ځای د متحده ایالاتو په یوې محکمې په محمد بن سلمان حقوقي دعوا وکړله او هغه یې تورن کړ چې په هغې دسیسې کې یې لاس درلود چې خاشقجي پکې وتښتول شو، وتړل شو، نشه اي مواد ورکړل شو، شکنجه شو او په قتل ورسید.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم تیره کال د استخباراتو د ادارې یو راپور غیر محرم کړ. په راپور کې راغلي چې محمد بن سلمان د خاشقجي په خلاف د عملیاتو منظوري ورکړې وه خو د سعودي چارواکو دا ادعا رد کړې.

په محمد بن سلمان یوازې په متحده ایالاتو کې نه بلکې د سعودي عربستان د استخباراتو د ادارې یو پخواني جګپوړي چارواکي سعد الجبري هم په کاناډا کې حقوقي دعوه کړې.

په شکایت کې په بن سلمان تور لګیدلی چې کوښښ یې کړی ښاغلی الجبري سعودي عربستان ته د بیرته تګ لپاره وهڅوي او کله چې دغو هڅو نتیجه ورنکړه، ولیعهد محمد بن سلمان د "وژلو یوې ډلې" ته دنده ورکړې وه چې د سعودي د استخباراتو دا پخوانی چارواکی د کاناډا په خاورې کې ووژني.

خو دا دسیسه ځکه ناکامه شوه چې دې ډلې ته کاناډا ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه.

د لبنان یوې خبریالې هم د محکمې په یو شکایت کې په محمد بن سلمان تور لګولی چې غوښتل یې په غلا د هغې موبایل ټیلفون ته لار پیدا کړي او شخصي انځورنه یې لومړی غلا او وروسته یې پدې خاطر خپاره کړه چې د بشري حقونو په هکله د راپور ورکولو مخه یې ونیسي.

محمد بن سلمان د صدراعظم کیدو څخه وړاندې د سعودي عربستان د صدراعظم مرستیال او د دفاع وزیر چې هیواد د انرژۍ او امنیت په ګډون یې غټ سکټورونه د لاس لاندې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان هم پدې اند دي چې د نوي مقام په اخیستو ښایي دننه په سعودي کې د محمد بن سلمان په واک کې څه توپیر رانشي ځکه او تر اوسه دا هم نده څرګنده چې آیا ددې مقام په اخیستو سره به یې د معافیت ادعا لا قوي شي او که نه ځکه چې د هغه پلار لا هم د سعودي د دولت مشر دی.

XS
SM
MD
LG