په سوریه کې د بشارالاسد رژیم تر ړنګیدو وروسته د هغو افغان او پاکستاني شعیه جنګیالیو ډلو د برخلیک په هکله پوښتنې پیدا شوي چې د "شعیه ګانو زیارتونو" د خوندي ساتلو لپاره سوریې ته استول شوي وو.
د فاطمیون په لوا کې افغان شعیه ګان وو چې ایران جذب کړي وو او په زینبیون کې پاکستاني شعیه ګان وو. په لومړي سر کې دواړه ډلې یو ځای وې خو وروسته د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره بیلې کړې.
همدې ډلو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې د سوریې د ځواکونو سره د دیر الزور، راقه، تدمر او حلب کې د یو شمیر سیمو په بیرته نیولو کې د داعش په خلاف جګړو کې مهم نقش درلود.
راپورونه وایي چې د ایران دې نیابتي ډلو د دمشق د سقوط سره سم خپل مرکزونه پریښي، دننه په سوریې کې پټ دي او یا ښایي ایران ته تللي وي.
د فلیپ سمیت په نامه امریکایي کارپوه چې د تیرو شلو کالونو راهیسې د ایران ګوډاګي ځواکونو په هکله څیړنې کوي، امریکا غږ ته وویل چې دې ډلو په سوریې کې خپل مرچلې چې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان به په کې وو، په خورا چټکه توګه پریښي او تښتيدلي دي.
سره له دې چې لا د دې نیابتي ډلو ځای ځایګی نه دی معلوم خو کارپوهان په دې باور دي چې ایران ښایي هغوي یوازې پرې نږدي ځکه چې په لبنان کې حزب الله او په غزې کې حماس چې دواړه یې د "مقاومت محور" غړي دي د اسرائیل سره په جګړې کې یې سخت زیان لیدلی.
سمیت امریکا غږ ته وویل چې ایران یوازې په لبنان کې حزب الله په وسله والو اتکا نه شي کولی او په همدې خاطر د فاطمیون او زینبیون لواګانو شعیه نیابتي ډلو ته اړتیا لري خو تر څنګ یې دا هم وایي چې ایران باید د دې ډلو د فعالیت بڼه وربدله کړي.
فخر حیات کاکاخېل چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو فعالیتونو په هکله څیړنې کوي، امریکا غږ ته وویل چې د زینبیون لوا اکثریت غړي د پاکستان د کورم ولسوالۍ، ګلګیت سیمې، پنجاب ولایت شعیه ګان او د کوټې ښار هزاره ګان وو.
سره له دې چې په اوس وخت کې معلومه نده چې د فاطمیون او زینبیون په لواګانو کې څومره شعیه ګان و خو د ایران د پوځ لوی درستیز سره تړلو خبري اژانسونو په ۲۰۱۵ کال کې ویلي و چې د فاطمیون په لوا کې د ۱۰ زرو څخه نیولې تر ۲۰ زرو پورې وسله وال موجود و او د زینبیون په لوا کې بیا چې غړي یې اکثریت پاکستانیان و، د ۵ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې وسله وال و.
د فاطمیون لوا مشرانو په ۲۰۱۸ کال کې ویلي و چې په سوریې کې یې ۲ زره غړي وژل شوي او ۸ زره نور ټپي شویدي خو د زینبیون لوا غړیو د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.
د دې لواګانو یو شمیر غړي ښایي د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره ایران ته تللي وي. ګمان دا هم دی چې یو شمیر یې عراق او لبنان ته تللي دي.
فورم \ دبحث خونه