د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس المپیک: تر دې دمه کومو هېوادونه ډېر مډالونه ګټلي؟


تر دې دمه امریکا تر ټولو هېوادونو ډېر مډالونه ګټلې
تر دې دمه امریکا تر ټولو هېوادونو ډېر مډالونه ګټلې

د پاریس المپیکي سیالۍ نن دوشنبه اګست پنځمه (زمری۱۵) هم په ۱۸ بېلا بېلو لوبو کې لوبغاړو ته د مډالونو په ورکولو روانې وې.

د المپیک د نړیوالې کمېټې د جدول په اساس، د دوشنبې تر سهار پورې تر ټولو ډېر مډالونه متحدو ایالتونو ګټلې دي. متحدو ایالتونو په بېلا بېلو برخو کې ۷۵ مډالونه ګټلي‌ دي چې ۱۹ د سرو زرو، ۲۹ د سپینو زرو او ۲۷ د برونزو دي.

چین تر دې دمه د مډالونو په جدول کې په دویم مقام دی. د چین لوبغاړو ۵۲ مډالونه ګټلي،‌ چې ۲۱ یې د سرو زرو، ۱۷ د سپینو زرو او ۱۴ یې د برونزو دي.

فرانسې ۴۴، استرالیا ۳۱ او د کوریا جمهوریت ۲۶ مډالونه ګټلي او تر دې دمه په جدول کې په ترتیب سره په درېیم، څلورم او پنځم مقامونو کې دي.

په دغو المپیکي لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي‌ هم برخه لري او تر دې دمه یې لا کوم مډال ګټلی نه دی.

د افغانستان په ګاونډ کې بیا تاجیکستان درې د برونزو او اوزبیکستان یو د سرو زرو مډالونه ګټلې دي. هند هم د برونزو درې مډالونه ګټلي دي.

د المپیک دا سیالۍ د اګست په ۱۱ نېټه ختمېږي. په دغو سیالیو کې د نړۍ ۱۰۵۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې او په ۳۲۹ بېلا بېلو برخو کې سیالۍ کوي. ټاکل شوې چې په دغو سیالیو کې ګټونکو ته ۱۰۰۰ مډالونه ورکړل شي.

دا دیارلسم ځل دی چې په یوېشتمې پېړۍ کې د المپیک سیالۍ کېږي. د یوېشتمې پېړۍ د المپیک لومړۍ لوبې په ۲۰۰۰ کال کې په استرالیا کې وې، له هغه راهېسې تر دې دمه متحدو ایالتونو په ټولو المپیکي لوبو کې ۸۱۶ مډالونه ګټلي او تر ټولو هېوادونو مخکې دی.

د المپیک لومړۍ سیالۍ په ۱۸۹۶ میلادي‌کال کې د یونان په مرکز اتن کې وشوې. د المپیک له لومړیو سیالیو تر دې دمه متحدو ایالتونو تقریبآ ۳۰۰۰ مډالونه ګتلي‌او لومړی مقام لري. پخواني شوروي‌ اتحاد بیا ۱۲۰۴ مډالونه ګټلي وو او دویم مقام کې دی. جرمني بیا د اولمپیک له لومړیو لوبو تر دې دمه ۱۰۷۰ مډالونه ګټلي‌ او په نړۍ کې درېیم مقام لري.

د المپیک لوبې لا هم روانې دي او د مډالونو جدول هره ورځ بدلېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG