د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سوریه کې خپل ٢٠٠ سرتیري پریږدي


سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې په سوریه کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو د اعلان سره سره به د امریکایي سرتیرو یوه کوچنۍ ډله هلته پاته شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز په یو بیان کې ویلي چې پدغه پوځي ډله کې به شاوخوا ٢٠٠ سرتیري شامل وي.

یو شمیر امریکایي سیاستوالو چې د سوریې نه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه اندیښمن وو د سپینې ماڼۍ ددغه تصمیم هرکلی کړی دی.

جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي گراهام وویل "د جمهور رئیس ټرمپ دغه تصمیم ددې سبب کیږي چې په سوریه کې د امریکا لاس ته راوړنې وساتل شي."

د سيان‌ان، تلویزیوني شبکې د یوې منبع په وینا ویلي چې ټاکل شوې دغه سرتیري د عراق او اردن په پوله د سوریې په شمال ختیځ کې د تنف په ښار کې میشت شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیر کال اعلان وکړ چې غواړي په سوریې کې میشت شاوخوا دوه زره امریکایي سرتیري له هغه هیواد نه وباسي.

ښاغلی ټرمپ ټینگار کوي چې داعش یې په سوریه کې په بشپړه توگه مات کړی او نور پدې هیواد کې د امریکایي سرتیرو شتون ته اړتیا نشته.

خو یو شمیر څارونکو د سوریې نه د امریکایي سرتیرو "د بیړنۍ وتنې" د عواقبو په هکله خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG