د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د چین په منځګړتوب د ایران او سعودي تر منځ د اړیکو بیا پیلیدو هرکلی وکړ


ایران او سعودي د چین په منځګړتوب د دپلوماتیکي اړیکو بیا پیل کولو لپاره موافقه وکړله.
ایران او سعودي د چین په منځګړتوب د دپلوماتیکي اړیکو بیا پیل کولو لپاره موافقه وکړله.

سره لدې چې واشنګټن د بیجنګ سره ترینګلې اړیکې لري خو بیا هم سپینې ماڼۍ جمعه مارچ ۱۰ (کب۱۹) د سعودي عربستان او ایران تر منځ د دپلوماتیکي اړیکو بیا پیلیدو کې د چین د منځګړتوب هرکلی وکړ.

د ستراتیژیکو اړیکو لپاره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي خبریالانو ته وویل چې د تهران – ریاض تر منځ ددې موافق له کبله به په یمن کې جګړه پای ته ورسیږي او په سیمې کې به جنجالونه کم شي.

ایران او سعودي عربستان څه باندې ۷ کاله کیده چې دپلوماتیکي اړیکې یې نه درلودې.
ښاغلي کربي وویل، " مهمه نده چې د خبرو په میز کې څوک ناست و او ګټې یې څه وې. که دا موافقه وساتل شي، په یمن کې به جګړه پای ته ورسیږي او سعودي عربستان به په دوامداره توګه د حوثیانو د بریدونو په مقابل کې د ځان دفاع کولو کوښښ ونکړي چې ایران پیسې ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي، نو مونږ د دې موافقې هرکلی کوو".

ښاغلي کربي همدرانګه وویل چې متحده ایالاتو هم په سیمه کې د جنجال د کمیدو لپاره د مخنیوي او دپلوماسۍ د هلو ځلو څخه کار اخیستی و او زیاته یې کړه چې د ایران او سعودي عربستان تر منځ کومه موافقه چې د جمعې په ورځ په بیجنګ کې اعلان شوه، هغو پلانونو ته ورته ده چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کالونو کې په عراق او عمان کې د تهران او ریاض تر منځ د اړیکو بیا پیلیدو لپاره کیدې او متحده ایالاتو یې ملاتړ کاوه.

د سپینې ماڼۍ دې جګپوړي چارواکي وویل مهمه دا ده چې وکتل شي آیا ایرانیان به په موافقې کې پخپلو ژمنو عمل وکړي که نه.


په یوې ګډې اعلامیې کې چې سعودي عربستان، ایران او چین خپره کړې پکې ویل شوې چې ریاض او تهران موافقه کړې په راتلونکو دوو میاشتو کې به سفارتونه پرانیزي. د منځني ختیځ دې دواړو سیالانو همدارنګه موافقه کړې چې د دولتونو د خودمختارۍ درناوی به کوي او په کورنیو چارو کې به لاس نه وهي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماټیکو دفترونو برید وروسته له هغه وشو چې ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

وروسته له هغې چې د ایران او سعودي عربستان دپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، په منځني ختیځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شو، په تېره بیا وروسته له هغه چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووتل.

ملګرو ملتونو هم د ریاض-تهران تر منځ د موافقې هرکلی کړی او پدې برخې کې د چین د هلو ځلو ستاینه یې کړې.


XS
SM
MD
LG