د لاس رسي وړ اتصالات

د لوی اختر رارسیدل؛ څه ډول د کانګو له ناروغۍ ځان وژغورو؟


د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره دوا پاشي
د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره دوا پاشي

د لوی اختر په رارسیدلو سره د روغتیا نړیوالې ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې د کانګو یا د وینې بهونکې تبې ناروغۍ د پیښو پر زیاتوالي‌ اندیښنه ښودلې ده.

دغې ادارې د شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۶) له افغانانو څخه غوښتي چې له کانګو ناروغۍ څخه د ځان او د کورنۍ د غړو د خوندیتوب لپاره ضروري تدابیر په پام کې ونیسي او روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي چې کانګو یوه وژونکې ویروسي ناروغي ده او د څارویو د وینې،‌ غوښې او د بدن غړو سره د تماس له لارې انسان ته سرایت کوي.

همداشان یو ډول کنه چې د څارویو په څرمن او وړیو کې ژوند کوي انسان ته د کانګو د ناروغۍ د انتقال عمده لامل بلل کیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې سپارښتنه کړې چې له دغې ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره باید وقایوي تدابیر په جدي ډول رعایت شي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د څارویو په ځانګړې توګه د غویانو،‌ پسونو او څیرلیو د حلالولو پر مهال باید له دستکشو او اوږدو چپنو څخه استفاده وشي.

همداشان له سپارښتنه شوې چې د څارویو له وینې او څرمنې سره له تماس وروسته باید لاسونه په اساسي‌ ډول په صابون او اوبو ووینځل شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې له افغانانو غوښتي چې په څارویو کې د کنو د له منځه وړلو لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د تایید شویو درملو په واسطه پر څارويو او غوجلو درمل وشیندل شي.

ډاکټران وايي چې د سر درد،‌ د بدن د عضلاتو درد، زړه بدوالی،‌ د ګیډې درد،‌ اسهال،‌ د سترګو سوروالی او د غاړې درد د کانګو ناروغۍ عمده علایم دي او د څرګندیدو په صورت کې یې باید ژر روغتون ته مراجعه وشي.

د داخلې ناروغیو متخصص عبدالحسیب حسرت امریکا غږ ته وویل چې په ناروغ کې دا علایم له یوې ورځې نیولې تر دریو ورځو پورې راڅرګندیږي.

نصرت زیاته کړه که ناروغ پر وخت روغتون ته ونرسول شي‌ نو د مړ کیدو امکان یې شته دی. هغه له افغانانو څخه غوښتي چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه د لوی اختر په ورځو کې د روغتیا وزارت او نړیوالو ادارو صحي سپارښتنې په جدي‌ ډول رعایت کړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي‌ هجرت‌الله چې د قربانۍ لپاره یې دوه پسونه اخیستي امریکا غږ ته وویل خلک د کانګو د ناروغۍ په اړه زیات پوهاوی نه لري‌ او ډیر یې جدي‌ نه نیسي.

هغه زیاته کړه:‌ زه نن د څارویو د اخیستلو لپاره تللی وم،‌ د هیچا دستکشې په لاس نه وې،‌ چپنې خو لا په ځای پریږده،‌ نو ځکه په افغانستان کې خلک په کانګو ناروغۍ زیات اخته کیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د روان عیسوي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ څه باندې ۲۰۰ مثبتې پیښې په ټول افغانستان کې ثبت شوي دي.

دغه وزارت ویلي‌ چې د لومړیو دریو میاشتو په پرتله په تیرو دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ په پیښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د جون په ۱۲مه (غبرګولي ۲۳) په افغانستان کې د ساري ناروغیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې وویل چې په دغه هیواد کې په تیرو اوو اونیو کې د کانګو ناروغۍ مثبتې پیښې زیاتې شوې دي.

دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه په ټول افغانستان کې د کانګو د ناروغۍ کابو ۱۰۰۰ مشکوکو پیښو راپور ورکړل شوی دی،‌ چې د تیرو دریو کلونو په پرتله پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو په پیښو کې زیاتوالی ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG