د لاس رسي وړ اتصالات

پر هغو هندي شربتونو تحقیق کېږي چې ممکن د ۶۶ ماشومانو له مړینې سره ربط ولري 


تصویر د هندي شربتونو نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د هندي شربتونو نه دی او له ارشیف څخه اخیستل شوی

د روغتیا نړیوال سازمان د میدن په نامه د هند د درمل جوړونې شرکت د هغو څلورو شربتونو د تجویز او استعمال په اړه خبرداری ورکړی دی چې د ټوخي او سینه او بغل د مخنوي لپاره کارول کېږي.

په تازه پېښو کې په ګامبیا کې ۶۶ ماشومان مړه شوي دي او ګمان کېږي چې د دوی مړینه د همدغو شربتونو د څښلو له کبله وي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه اکتوبر پنځمه (تله ۱۳) خبرداری ورکړی چې ممکن دا شربتونه د نړۍ په نورو هېوادونو کې توزیع شوي وي او استعمالېږي. د روغتیا سازمان د دغه ماشومانو مړینه دردوونکې بللې ده.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس خبریالانو ته وویل چې ممکن له دغو مړینو سره تړاو ولري. نوموړي وویل چې له هندي مقاماتو او د دغو درملو له تولیدوونکو شرکتونو سره د « پرومیتازین فمي، کوفیکزمالین، ماکوف و ماګریپ» شربتونو په اړه نور تحقیقات کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په خبرداري کې راغلي دي چې «د درملو تولید کوونکي شرکت تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان ته د دغو درملو د کیفیت او مصئونیت په اړه ضمانت نه دی» ورکړی. ویل کېږي چې د لابراتوارونو له نتایجو وروسته معلومه شوې ده چې دا درمل له حده زیات «دای‌ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول» مواد لري.

د «دای‌ایتیلین ګلایکول و ایتیلین ګلایکول» یو بې رنګ او بې بوی مواد دي چې په غوړو ماشین الاتو کې ډېر او د ارایشو په موادو کې کم کارول کېږي. د دغو موادو خوړل د خیټې د درد، اسهال، کانګې، د میتیازو د بندېدو، سردردۍ او نورو جدي ستونزو لامل کېږي چې نهایتآ انسان د کوما حالت ته بیايي او د مرګ لامل یې کېدای شي.

تېره میاشت په ګامبیا کې د ۲۸ ماشومانو له مړینې وروسته د دغه هېواد د روغتیا وزارت روغتونونو ته لارښوونه وکړه چې د دغو شربتونو استعمال بند کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تولیدوونکي شرکت د معلوماتو په اساس دا شربتونه یوازې ګامبیا ته صادر شوي دي. خو وايي‌ چې د افریقايي هېوادونو د بازارونو کنترول ستونزمن دی او غیر رسمي‌ بازارونه هم شته او له همدې کبله دا خبره نشي ردولای چې ممکن دا شربتونه نورو هېوادونو ته هم صادر شوي وي.

د دغه سازمان مشر له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې دا درمل په نښه او د استعمال مخه یې ونیسي.

XS
SM
MD
LG