د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې د بودیجې کمښت ته په اشارې ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې پر سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰ زره ماشومان درملنې ته لاس رسی نه لري او د دغې ناروغۍ څخه کړیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په یو خپور شوي راپور کې د ۲۰۲۴ کال د تیر سپټمبر د میاشتې د شمیرنو پر اساس ویلي چې په دې شمیر کې ۲۷ زره او ۶۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې سمدستي په روغتون کې بسترې کیدو ته اړتیا لري.
ددغه سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان چې ددغه هیواد د نفوسو له نیمايي څخه یې شمیر زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري. دا سازمان وايي چې اوس مهال ۱۲.۴ فیصده افغانان د خوړو د خوندیتوب له پلوه خوندي نه دي، په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په بیړنۍ کچه د لوږې د حالت سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال ۶.۳ میلیون په کور دننه بې ځای شوي کسان په ډیر ناخوندې چاپیریال کې کافي او معیاري سرپناه او اړینو خدمتونو ته د لاسرسي پرته ژوند کوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې په دغه راپور کې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې له پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو ستنیدلوته، چې د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ له مخې باید ۱.۳ میلیونه افغانان چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانونې اسناد نه لري باید ستانه شي هم یادونه کړې او ویلي دي چې دغو ستنیدونکو کډوالو او په کور دننه ۶.۳ میلیونو بې ځایه شویو سره یو ځای چې ستانه شوي هم د بې ځایه شویو کډوالو سیمو ته ستانه شوي چې ورسره په دغو سیمو کې یې په محدودو خدمتونو او سرچینو باندې لا فشار زیات کړی دی.
همداشان په دې راپور کې د تیر ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د هرات ولایت کې د څلورو پرله پسې زلزلو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې په دغو زلزلو کې د یو زر او ۴۸۰ مړو شویو او یو زر او ۹۵۰ نورو ټپي شویو کسانو ۹۰ فیصده یې ښځې او ماشومان وو. روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددغو زلزلو له امله زرګونه کورنۍ په خیمو کې ژوند تیرولو ته اړ شوې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلی: "په هرصورت د روانو بحرانونو باوجود د ۲۰۲۴ کال لپاره د بشري اړتیاو د غبرګون پلان ډیر زیات د بودیجې د کمښت سره مخ دی او یوازې ۷۵۵ میلیونه ډالره چې د ټولې بودیجې شاوخوا ۲۵ فیصده کیږي ترلاسه شوي دي. د بودیجې دا کمښت په داسې وخت کې راغلی چې په دې هیواد کې [افغانستان] ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او په ډیره لوړه کچه د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ حالت او په پراخو سیمو کې د چاودیدونکو توکو شتون سیلابونو د پیښو، ناروغیو د خپریدو او د اقلیم د بدلون څخه د زیږدلو بحرانونوسره لاس او ګریوان دي."
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د پام وړ روغتیايي ګواښونو سره مخ دی، چې د کمزوري روغتیايي سیستم او روغتیايي خدمتونو ته په نابرابره توګه د لاس رسي په وجه په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې ورسره مخ دی.
په دې راپور کې ویل شوي: "د ساري ناروغیو خپریدلو، عصبي او د ماشومانو د روغتیا مسایل، خوارځواکي او غیر ساري ناروغۍپه پام وړ ډول د مړینې اود ناروغیودشمیر پد زیاتیدو سبب شوی دی". په دې راپور کې د افغانانو پر روغتیا د نس ناستې، شري، ماشومانو ګوزڼ یا پولیو، کانکو وینې بهوونکې بتې، د ډینګۍ تبې، کرونا، تورې ټوخلې او د ملاریا ناروغیو اغیزو یادونه شوې ده.
همداشان په دې راپور کې د چاودیدونکو توکو د چاودنو او په لویو لارو د ترافیکي پیښوله امله په افغانستان کې په پراخه کچه د ټروما یادونه شوې او ویل شوي چې ددغه هیواد نیمايي نفوس د روحي ناروغیو څخه کړیږي. د روغتیا نړیوال سازمان د ژمي د موسم شرایطو یادونه کړې او ویلي دي چې په ژمي کې روغتیايي ستونزې لا زیاتیږي په ځانګړي ډول د کوچینانو او عمر خوړلو اړمنو کسانو ترمنځ تنفسي ناروغۍ زیاتیږي.
ډبلیو اچ او، په دغه راپور کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د خنډونو یادونه هم کړې او ویلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال بریدونه شوي دي.
روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې ددغه هیواد له دریو څخه دوه برخې وګړي بشري مرستو ته اوتیا لري او پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو قانوني ممانعتونو او پالیسو له امله اساسي روغتیايي خدمتونو او عام ژوند ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدود شوی او له امله یې د بشري خدمتونو وړاندط کولو لپاره فضا محدوده شوې ده.
دغه سازمان ویلي چې دا کړنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د یو میلیارد ډالرو تشه موجوده ده.
ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې ددغه شمیر ۸۵۰ زره یې د سختې خوارځواکۍ د ناروغۍ سره مخ دي.
هغه ویلي: "د هرو دریو افغانانو څخه یو یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. وضعیت د سیلابونو او وچکالۍ له امله لا خراب شوی دی".
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي چې ددغه سازمان په مرسته روغتیايي کارکوونکي په ۱۴۰ روغتیايي مرکزونو کې د ۲۱ زره ماشومانو چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي درملنه کوي.
تدروس ادهانوم ګیبریسوس په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب پر وضعیت اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په دوام ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: "زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو سره د د اړتیا وړ درملو او د خوړو په چمتو کولو کې مرسته وکړي".
فورم \ دبحث خونه