د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: نهه زره ناروغان له غزې څخه بیړنۍ تخلیې ته اړتیا لري


د غزې د شفا روغتون
د غزې د شفا روغتون

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د شنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۱) وویل چې د غزې په تړانګه کې شاوخوا نهه زره ناروغان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري، ځکه چې اوس مهال په دغه جګړه ځپلې سیمه کې یوازې لس روغتونونه په خورا لږو امکاناتو سره فعالیت کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر، ټیډروس اډهانوم ګیبریوس د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "په ټوله غزه کې یوازې ۱۰ روغتونونه په حداقل ډول فعالیت کوي، په زرګونه ناروغان د روغتیایي پاملرنې څخه بې برخې کیږي."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې تر پیلیدو مخکې په غزې تړانګه کې ۳۶ روغتونونه فعال وو.

خو د ګیبریسوس په وینا، اوس مهال "نږدې نهه زره ناروغان د ژوند ژغورونکي روغتیایی خدماتو لپاره بیړنۍ تخلیې ته اړتیا لري، چې په کې د سرطان درملنه، د بمونو زیږنده ټپونه، د پښتورګو یا ګردو ډیالیز او نور مزمنې ناروغۍ شاملې دي."

د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په پیل کې، اټکل کړی و چې د غزې په تړانګې کې اته زره ناروغان سمدستي تخلیې ته اړتیا لري.

د تېر کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه د حماس ډلې له بریدونو وروسته د غزې په تړانګه د اسرائیلي ځواکونو غچ اخیستونکي بریدونه پیل شول، اسرائیلي چارواکو په تېره بیا د دغه هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وار وار ویلي چې پر غزې د دوی پوځي عملیات به تر هغه دوام ولري تر څو چې د حماس ډله له منځه ولاړ شي. دغو بریدونو د غزې په تړانګه کې روغتیايي تاسیسات هم ویجاړ کړي دي.

د اسرائیل د هوايي بریدونو تر څنګ د میاشتو راهیسې سخته ځمکنۍ جګړه روانه ده. د غزې روغتونو ته نژدې هم جنګي عملیات روان دي چیرته چې په زرګونه خلک چې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي په دې روغتونونو کې یې پناه اخیستې ده.

غزه تقریبا تر بشپړې محاصرې لاندې ده، او نادولتي موسسې او ملګري ملتونه پر اسرائیل تور لګوي چې ددغه سیمې ۲.۴ میلیونه اوسیدونکو ته د اړینو بشري مرستو د رسولو مخه نیسي، چې زیات شمیر یې اوس د غزې په سویل کې د رفح په سیمې ته پناه وړې ده.

اسرائیل د حماس د له منځه وړلو لپاره له خپلو اهدافو دفاع کوي، خو پر ملګرو ملتونو یې هم غږ کړی چې له غزې سره خپلې مرستې زیاتې کړي. اسرائیل د هیوادونو او غیر دولتي سازمانونو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د اسرائیل لخوا پر مرستندویه توکو بار لاریو پلټنه، غزې ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د استولو مخه نیسي.

په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا د حماس جنګیالیو نږدې ۱۱۶۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

اسرئیل په غبرګږن کې د غزې په تړانګه غچ اخیستوږنکي بریدونه پیل کړل. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو له پیل تر اوسه له ۳۲۷۰۰ څخه ډېر کسان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وویل، چې تر اوسه له رفح ښار څخه څه دپاسه ۳۴۰۰ ناروغان بهر ته لېږدول شوي چې په دې کې ۲۱۹۸ ټپیان او ۱۲۱۵ ناروغان شامل دي.

ګبریسوس وویل: "موږ له اسرائیل څخه غواړو چې د ناروغانو د ایستلو د تصویب بهیر ګړندۍ کړي ترڅو هغه ناروغان چې په جدي حالت کې دي درملنه یې وشي. هره شیبه مهمه ده."

د جګړې له پیل مخکې هره ورځ له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې ناروغان د غزې له تړانګې څخه ختیځ بیت المقدس یا لویدیځې غاړې ته د درملنې لپاره لېږدول کېدل، چې ۵۰ سلنه یې په سرطاني ناروغیو اخته ناروغان وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG