د لاس رسي وړ اتصالات

د انټي‌بیوټیک درملو د زیات استعمال زیانونه


د روغتیا نړیوال سازمان تازه سروې ښيي چې په ځینو هیوادونو کې، له ۴۰ سلنې څخه ډیرو پوښتل شویو خلکو انټي بیوټیکونه د ډاکټر له مشورې پرته کارولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تازه سروې ښيي چې په ځینو هیوادونو کې، له ۴۰ سلنې څخه ډیرو پوښتل شویو خلکو انټي بیوټیکونه د ډاکټر له مشورې پرته کارولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د انټي بیوټیک درملو ناوړه ګټه اخیستنه د دې درملو اغیزمنتوب کموي او داسې مقاومت لرونکي باکتریاوې رامینځته کوي چې ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې په ټوله نړۍ کې د ۱۰ میلیونو انسانانو د مړینې لامل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې په تازه سروې کې معلومه کړې ده چې د یخ له امله د عادي تبې په ۲۴ سلنه قضیو کې، د زکام ۱۶ سلنه، د ستوني درد ۲۱ سلنه او د ټوخي په ۱۸ سلنه قضیو کې ناروغانو ته انټي بیوټیک ورکړل شوي دي.

دغه سروې په ۱۴ هېوادونو کې شوې چې ډېری یې په ختیځه اروپا او منځنۍ اسیا کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: "په داسې حال کې چې د میکروب ضد مقاومت (AMR) یوه طبیعي پدیده ده، خو د میکروب ضد درملو زیات استعمال دغه مقاومت ته وده ورکوي او خپریدل یې ګړندي کیږي، چې د انتاناتو اغېزمنه درملنه ستونزمنه کوي."

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګه د منځنۍ اسیا په ګډون ۵۳ هېوادونه په بر کې نیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې د ساري ناروغیو د برخې رئیس روب بټلر، په خبرپاڼه کې ویلي: "زموږ په سیمه کې ټول هیوادونه داسې مقررات لري چې د ارزښتناکو انټي بیوټیکونو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی کوي. د دې مقرراتو پلي کېدل به د انټي بیوټیک له اکثره ناوړه ګټه اخیستنو مخه ونیسي."

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی که دغې مسئلې ته په عاجل ډول پاملرنه ونشي نو کیدای شي چې د میکروب او انټي بیوټیک ضد مقاومت تر ۲۰۵۰ کال پورې د ۱۰ میلیونو انسانانو د مړینې لامل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د انټي بیوټیک د ناوړه ګټه اخیستې په اړه اندېښنه ښودلې ده. ددغه سازمان د تازه سروې له مخې، په ۱۴ هیوادونو کې، د پوښتل شویو ۸۲۰۰ خلکو دریمې برخې د ډاکټر له نسخې پرته انټي بیوټیکونه اخیستي دي.

په ځینو هیوادونو کې، له ۴۰ سلنې څخه ډیرو پوښتل شویو خلکو انټي بیوټیکونه د ډاکټر له مشورې پرته کارولي دي.

برعکس، په ۲۰۲۲ کې په اروپایي اتحادیه کې په یوه ورته سروې کې ښودل شوې چې یوازې اته سلنه پوښتل شویو خلکو د ډاکټر له نسخې پرته انټي بیوټیکونه اخیستي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا یادونه هم کړې ده چې د انټي بیوټیکونو په اړه د خلکو پوهاوی لږ دی، پدې مانا چې خلک ممکن پرته له دې چې پوه وي، انټي بیوټیکونه په ناسمه توګه وکاروي.

بټلر وویل: "دا سروې په ښکاره ډول د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو اړتیا په ګوته کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG