د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د پولیو څه باندې یو میلیون واکسین استوي


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غبریوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غبریوس

له هغه وروسته چې په غزې کې په نا پاکو او چټلو اوبو کې د پولیو ویروس نښې وموندل شوې، د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری۱۷) اعلان وکړ چې غزې ته به د پولیو څه باندې یو میلیون واکسین واستوي.

د دغه سازمان مشر تیدروس ادهانوم غبریوس یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دغو واکسینونو د تطبیق او مدیریت لپاره روغتیايي کارکوونکي په غزې کې ازاد تګ راتګ ته ضرورت لري. هغه وویل چې «یو څو ورځې ارامي» به د غزې ماشومان وژغوري.

غبریوس زیاته کړه: «د روغتیا نړیوال سازمان به تر یو میلیون زیات واکسین واستوي او په څو ورځو کې به یې چارې تنظیمې شي.»

نوموړي وویل چې په غزې کې په ناپاکو او چټلو اوبو کې د پولیو ویروس د نښو نښانو موندل څرګندوي «چې ویروس په ټولنې کې خپرېږي او نا واکسین شوي ماشومان له خطر» سره مخامخوي.

لا په غزې کې په کوم ماشوم کې د پولیو ویروس نه دی موندل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې غړې اندریا کینګ وویل چې په غزې کې به د پولیو کمپاین «لویه لوژیستیکي ننګونه» وي. هغې وویل چې غزې ته به د واکسین او هغو یخو وسائیلو داخلول، چې واکسین په کې ساتل کېږي، او د واکسین تطبیق به لویه ستونزه وي.

اندریا کینګ وویل که هر څه د پلان په اساس مخې ته ولاړ شي، لومړی پړاو به یې د اګست په ۱۷مه پيل شي.

تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان مقاماتو وویل چې په غزې کې په چټلو او ناپاکو اوبو کې یې د ګوزڼ دویم ډول ویروس موندلی او خبرداری یې ورکړی چې ساري ناروغۍ به ممکن ډېر خلک مړه کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو تېره اوونۍ ویلي وو چې د «پولیو نړیوال لابراتوار شبکې» د جون په ۲۳مه نېټه د غزې په تړانګه کې په چټلو اوبو کې د پولیو د دویم ډول ویروس شپږ بېلګې موندلې دي.

دویم ډول پولیو هغه ماشومان، چې د دغه ویروس ضد واکسین شوي نه وي، اغیزمن کوي او ممکن د مړینې لامل یې هم شي.

د فلسطين په اشغال شویو سیمو کې د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو څانګو مشر ایادیل سفربیکوف وايي چې لا یې په غزې کې په انسانانو کې د پولیو ویروس کومه بېلګه نه ده موندلې او په خبره یې لا معلومه نه ده چې څوک په دغه ویروس اخته شوي که نه.

پولیو یوه وژونکې ناروغي ده چې کم عمره ماشومان اغیزمن کوي. په غزې کې د پولیو د دویم ډول ویروس د خپرېدو په اړه داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي، چې دغلته د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نیټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG