د لاس رسي وړ اتصالات

وینې ورکړې نړیواله ورځ؛روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ۶۷ بانکونو سره مرسته کوي


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د وینې د ورکړې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا سازمان د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د وینې ۶۷ بانکونو ته ملاتړ برابروي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د حفظ الصحې د اضطراري ټیم سرپرست داکتر اعلا ابوزید په یو ویډیوي وینا کې ویلي، چې وینې ته اړتیا یوه نړیواله مسله ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان ددغه چارواکي د وینا له مخې د وینې ورکړه یوه ډیره ارزښت لرونکي او ژغورونکي تحفه ده، چې د انسانانو ژوند ژغوري.

ښاغلي اعلا ابوزید ویلي:"د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د وینې د ۶۷ بانکونو ته ملاتړ برابروي اوهره میاشت ۳۰۵۰۰ د وینې کڅوړې په ۳۴ ولایتونو کې ویشي.

همداشان ددغه سازمان شمیرنې ښيي، چې د افغانستان د وینې ملي بانک هم هره میاشت ۷۸۰۰ د وینې کڅوړې روغتونونو ته برابروي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د وینې بانکونو ته د ورکړل شوې وینې ۵۴ فیصده یې د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومانو ته په ځانګړي ډول د کم عاید لرونکو کورنیو ته ورکول کیږي.

دا سازمان وايي، د مۍ په تیره میاشت کې په ټول افغانستان کې ۵۲۷۱ ناروغانو د وینې د بدلولو زمینه برابره شوې ده.

کابل کې د وینې د بانک یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د وینې بانک ته هره میاشت د ۱۶ او ۱۷ زرو پورې د وینې کڅوړې (د ۸ او ۸.۵ میلیون سي سي وینه )ورکول کیږي.

ددغې سرچینې د معلوماتو پر اساس دا اندازه وینه په دریو ورځو کې مصرف کیږي. دغې سرچینې وویل، چې د خلکو له خوا د ورکړل شوې وینې زیاته برخه د تالاسمیا، هیموفیلي او کانګو د تبې په ناروغیو اخته ناروغانو ته ورکول کیږي.

دغې سرچینې وویل، چې هره میاشت په افغانستان کې تر ۵۰ زرو پورې د وینې کڅوړې، چې هره کڅوړه ۵۰۰ سي سي وینې لري د وینې بانکونو ته ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې په وروستیو کلنو کې د خلکو له خوا د وینې د ورکولو لپاره لیوالتیا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG