د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اچ او: اومیکرون د کرونا ویروس وروستۍ بڼه نه ده


د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس به ښایي د داسې راتلونکې پورې ادامه ولري چې وړاندوینه یې کیدلی شي.

د دې سازمان مشر تیدروس ادهانوم غیبریوسوس همدرانګه ویلي چې هر تن باید زده کړي چې څنګه د دې ویروس سره ژوند وکړي.

ډبلیو اچ او شاوخوا ۲ کاله وړاندې د کویډ-۱۹ وبا نړیواله اندیښنه او د عامې روغتیا اضطراري حالت وبلله. د ملګرو ملتونو دې ادارې دا اعلان پداسې حال کې کړی و چې د چین څخه بهر د دې وبا یوازې ۱۰۰ قضیې ثبت شوې وې او هیڅوک یې نه وژلي.

خو اوس ویل کیږي چې دې وبا په ټولې نړۍ کې څه باندې ۳۵۰ میلیونه کسان نیولي او ۵.۵ ملیونه یې مړه کړي.

د ډبلیو اچ او مشر وایي دا سخته ده چې وویل شي د کرونا وبا به څه وخت پای ته ورسیږي خو زیاتوي چې دا وبا به ښایي په خطرناکو او داسې لارو چارو بدله شي چې اټکل یې نشي کیدلی.

نوموړي وویل، "دا خطرناکه ده چې فکر وشي اومکیرون به د کرونا وروستۍ بڼه وي. برعکس په نړۍ کې شرایط دیته برابر دي چې نورې بڼې به هم پیدا شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي په هیوادونو غږ وکړ چې د دې وژونکې بیمارۍ د چارې کولو لارې لپاره دې لارې چارې زده کړي او په آینده کې د دا شان وباوو د لپاره د چمتوالي لپاره دې ترې کار واخلي.

ښاغلي غیبریوسوس پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل که چیرته هیوادنه د کویډ-۱۹ بیمارۍ سره د مبارزې لپاره د ټولو موجودو امکاناتو او تګلارو څخه کار واخلي، ښایي د دې وبا مضمن پړاو به په همدې روان میلادي کال کې پای ته ورسیږي.

خو زیات یې کړه چې دا کار یوازې په هغه صورت کې کیدی شي چې نړۍ ټول هیوادونه که غریب دي یا غني باید په کافي اندازه د کرونا ضد واکسین، د دې وبا د درملني لپاره دارو درمل او نور ضروري وسایل ولري.

XS
SM
MD
LG