د لاس رسي وړ اتصالات

قاسم سلیماني څوک وو؟


د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان، قاسم سلیماني د داسې ډلې مشر و چې د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالو ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړی و. سلیماني د جنورۍ په دریمه نیټه د امریکایي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

قاسم سلیماني په کال ۱۹۵۷ کې د مارچ په یوولسمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کې زیږیدلی و.

هغه د اسلامي انقلاب په لومړیو ورځو کې ددغه انقلاب سره یوځای شو او په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب د بري وروسته په پوځ کې شامل ځای شو. سلیماني د ایران په جنوب لویدیځ کې د کردانو په ځپلو کې لوی رول لوبولی و.

سلیماني د ایران او عراق تر منځ د جګړې مشري هم پر غاړه درلوده او په دغه برخه کې یې هم لوی لاس درلود. هغه په کال ۱۹۸۳ کې د قدس ځواکونو سره دنده واخیسته چې تر مرګه یې ددغې ډلې د مشر په توګه کار وکړ. د عراق او ایران د جګړې وروسته یې تر ډیر وخت پورې د مخدره توکو د قاچاقو د مخنیوي او د افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د ساتنې دنده پرمخ بیوله.

سلیماني د ایران د مذهبي مشر، خامنه یي یو له اعتمادي کسانو څخه و. خامنه یي هغه په کال ۱۹۹۸ کې د قدس د ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلی و او هغه ته یې د ایران تر ټولو لوړ نظامي مډال ذوالفقار ورکړی و.

قاسم سلیماني خامنه اي ته د درناوي پر مهال
قاسم سلیماني خامنه اي ته د درناوي پر مهال

سلیماني همداراز په عراق، لبنان، فلسطین، سوریه‎ او یمن کې د شیعه ملیشو سره ښې اړیکې درلودلې. سلیماني په عراق کې د عصائب اهل الحق، کتائب حزب الله او د بدر سازمان سره، په لبنان کې د حزب الله ډلې، په فلسطین کې د حماس او جهاد اسلامي ډلې، په یمن کې د حوثي جنګیالیو او سوریې کې د فاطمیون ډلې سره نږدې اړیکې درلودې او د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، قاسم سلیماني په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې په زرګونو جنګیالي روزلي وو.

سلیماني په کال ۲۰۱۸ کې ټرمپ ته اخطار ورکړی و او ویلي و”تاسو په سیمه کې زمونږ له ځواک نه خبر یاست، نو ځکه د ایران د خلکو او ولسمشر د سپکاوي په اړه ډیر احتیاط نه کار واخلي. “

د امریکا متحده ایالتونو سلیماني پر امریکایي پوځیانو د ګڼو حملو اصلي مهره ګڼلی و او هغه یې په عراق کې د امریکا پر سفارت د شوي برید مسول ګڼلی دی.

د امریکا ولسمشر نن د جمعه په ورځ ( ۳ دسمبر) په خپل ټویټر کې لیکلي چې قاسم سلیماني د ایراني لاریون کوونکو په شمول په ملیونونو کسان وژلي او هغه باید څو کاله وړاندې له منځه وړل شوی وای.

د قدس ځواکونه

د قدس ځواکونو د ایران او عراق تر منځ د جګړې په پیل کې د سپاه پاسداران د یوې برخې په توګه د ایران له پولو بهر خپل فعالیت پیل کړ چې وروسته بیا د ایران د نظامي ځواک په یوې مهمې برخې بدل شول.

د قدس ځواکونه په سوریې کې د بشار الاسد د ملاتړو ځواکونو تر څنګ جنګیدلي او په عراق کې یې د شیعه ملیشو سره نږدې اړیکې هم پاللې دي.

XS
SM
MD
LG