د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس د خپل مرستیال ټاکل کیدو ته نږدې شوې


کاملا هرس د خپل مرستیال ټاکل کیدو ته لا نږدې شوې وروسته تر هغې چې د شمالي کاریلونا والي روی کوپر او د مشیګن والۍ ګریچن وایټمر له سیالیو ځان ګوښه کړ، د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې او د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیدې، کاملا هریس لپاره د مرستیال ټاکل کیدو پریکړه یو څه آسانه شوه.

د جمهور رئیس بایډن لخوا د کاندیدۍ څخه تیریدو راهیسې د دیموکرات ګوند تر منځ پدې هکله بحثونه تاوده دي چې څوک د میرمن هریس مرستیال وټاکل شي.

د جمهور رئیس د مرستیالۍ مقام، د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د موازینې په جوړولو کې مهم نقش لري او په ځانګړې توګه د یو شمیر هغو ایالتونو رایې ورکوونکو جلبولو لپاره مهم وي چې لا یې د رایې ورکولو پریکړه نه وي کړي. همدا ایالتونه د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې بدلولو کې رسا نقش لري.

دا چې د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیده، کاملا هریس پخپله یوه میرمن او تور پوستې امریکایۍ ده، ډیر احتمال شته چې هغه به خپل مرستیال یو نارینه او سپین پوستی امریکایي وټاکي.

هریس چې د اوونۍ په پای کې په انتخاباتي غونډو کې اخته وه، د څو کاندیدانو سره یې خبرې کړي چې د پنسلوانیا ایالت والي جاش شپیرو یې یو دی.

دوو سرچینو چې د موضوع په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته یې دا ملاقات تائید کړی خو د جزیاتو په هکله یې څه ندي ویلی.

ځیني نور کسان چې د کاملا هریس د مرستیالۍ لپاره پرې غور کیږي، د کینټکي ایالت والي آنډي بیشیر، د سنا په مجلس کې د اریزونا ایالت سناتور مارک کیلي، د مینیسوټا ایالت والي ټیم والز او د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د ترانسپورټ وزیر پیټ بوتیجیج دی.

تقریباً ټولو کاندیدانو چې د مرستیالۍ د مقام لپاره پرې غور کیږي، په ملي تلویزیونونو کې په بحثونو کې برخه اخیستې او په کمپاین کې د خپلې احتمالي مرستې په هکله یې خبرې کړیدي.

دوو سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې د ترانسپورټ وزیر ښاغلي بوتیجیج په شخصي توګه د میرمن هریس سره کتلي دي.

ټاکل شوې چې د دیموکراتانو وروستی کاندید د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۹ د شیکاګو په ښار کې کله چې د ګوند کنګره جوړیږي، په ډاګه شي خو د اې پي خبري اژانس په تازه سروې کې ښودل شوې چې میرمن هریس وار د مخه په کافي اندازه د ګوندي استازو ملاتړ تر لاسه کړی خو تر هغې وړاندې به د اګست میاشتې په اوومې نیټې دیموکراتان مجازي وکړي او میرمن هریس به رسمي کاندیده کړي.

بل پلو بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت سناتور جیمز ډي ونس خپل مرستیال ټاکلی دی. جیمز ډویډ ونس د امریکا په پوځ کې هم دنده لرله او په عراق کې یې ماموریت ترسره کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG