د لاس رسي وړ اتصالات

څوک به لومړی د کروناویروس واکسین ترلاسه کړي؟


د اسوشیتدپرس اژانس وایي ښایي هغه خلک به لومړی د کروناویروس واکسین ترلاسه کړي چې په هیواد کې یې دغه واکسین جوړیږي.

د بریتانیا، چین او د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لسګونو واکسینونه د ازمایلو په پړاو کې دي.

د امریکا د ساري ناروغیو د څیړنو د انستیتوت رئیس ډاکتر انتوني فوچي په روانه اونۍ کې وویل چې هغه په احتیاط سره خوشبینه دی چې د کووید۱۹ واکسین به د روان کال په پای کې او یا د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې جوړ شي.

څو بډایو هیوادونو دمخه د میلیونونو ازمایشي واکسینونو فرمایش ورکړی دی. د مثال په توګه بریتانیا او د امریکا متحده ایالات پر یو واکسین باندې پانګونه کړې چې د اکسفورد‌ پوهنتون جوړ او د استرازینیکا شرکت یې تولیدوي.

له دې سربیره د امریکا متحده ایالاتو د نورو شرکتونو سره د کووید۱۹ ناروغۍ پر واکسین کار کوي او هم پیسې ورکوي. ټاکل شوې چې امریکا د روان کال په مني کې د واکسین ذخیره کول پیل کړي.

پدې ترڅ کې د اروپایي ټولنې مقاماتو ویلي چې ۲.۷ میلیارد ډالر یې ددې اتحادیې د بېړنۍ بودجې څخه د کروناویروس د واکسین اخیستلو ته ځانګړي کړي دي.

مختلفو ډلو د هغې جملې نه د د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد ( GAVI) هم د ناداره هیوادونو لپاره ددې واکسین د اخیستلو هڅه کوي. د سترازینیکا شرکت موافقه کړې چې د هند د سیرم انستیتوت ته د یو میلیارد واکسین د تولید جواز ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کووید۱۹ د واکسین د معتدلانه ویش لپاره د معیارونو د جوړولو په هڅه کې دی.

بریتانیا هم د امریکا د متحده ایالاتو سره په ګډ توافق تیره میاشت وویل چې د نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره کار کوي چې د واکسین د "پراخې، عادلانه او ګټې پرته" عرضې په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

په هر هیواد کې به د واکسین د ویش بڼه توپیر ولري. تیره اونۍ امریکایي مقاماتو وویل د هغو خلکو لپاره چې د کروناویروس د زیات خطر سره مخامخ دي لومړیتوب ورکړل شي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونه، د درمل جوړولو شرکتونه او څیړونکي په شاوخوا ۱۰۰ پروګرامونو بوخت دي چې د کروناویروس واکسین ته لاس رسی پیدا کړي.

له دې ټولو سره بیا هم متخصصین وایي یو مصؤن او ګټور واکسین ته لاس رسی پیداکولو لپاره چې وکړای شي ددغې ناروغۍ مخنیوی وکړي له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG