د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امریکایي ځواکونه له اګست وروسته هم افغانستان کې پاتې کیږي؟


د امریکا د حکومت یو چارواکي ویلي ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کېدو یا نه پاتې کیدو په هکله پرېکړه وکړي.

جو بایډن د سه شنبې په ورځ د جي-۷ هیوادونو د مشرانو سره د افغانستان په هکله په آنلاین غونډه کې برخه اخلي. یو شمیر اروپایي هیوادونو وار د مخه له امریکا څخه غوښتي چې خپل ځواکونه دې د روانې میاشتې په ۳۱مه له افغانستان څخه ونباسي.

دوو امریکایي چارواکو ویلي هیله دا ده چې امریکا به د تخلیې بهیر د اګست د ۳۱مې نه وروسته هم روان وساتي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارات یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د هغو افغانانو لپاره د امریکا ژمنې د اګست په ۳۱ مې پای ته نه رسیږي چې ژوند یې په خطر کې وي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس کې د استخباراتو د جرګه ګۍ مشر ایډم شیف د افغانستان په هکله د استخباراتي ادارو د چارواکو سره د ملاقات نه وروسته ویلي چې د افغانستان نه د تخلیې بهیر به په پاتې اتو ورځو کې بشپړ نشي.

ښاغلي شیف خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم امکان لرِ خو که د هغو امریکایانو شمیر ته وګورو چي باید راوایستل شي، دا ډیر لږ امکان لري. "

طالبانو هم ویلي چې بهرنیو ځواکونو د اګست د میاشتې د ۳۱ مې نیټې د غځیدو غوښتنه نده کړې خو واشنګټن وایي چې پدې هکله خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG