د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: اقلیمي اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن کوي


په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې سره جوخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون سره مخامخ دي او په دې برخه کې د پام وړ چمتووالی نه لري.

یوناما د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ ۱۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اقلیم اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو په ورځني ژوند اغیز کوي او د نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د پوهاوي له مرحلې څخه د عمل مرحلې ته ولاړ شي.

د یوناما د بیان له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیان منونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بې وزلۍ، مهاجرت او بې ځایه کیدو لامل شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا وویل: "دا وضعیت د دوام وړ نه دی. یوناما په مکرر ډول دا یادونه کړې چې په هیواد کې د اقلیم بدلون پر وړادې د مقاومت رامنځ ته ک ولواو همدارنګه د اقلیم له بدلون سره انعطاف ته انتظار نشي کیدی. ټول اړخونه باید په غیرسیاسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو لپاره د دې مسلې د حل لپاره په ګډه کار وکړي."

روزا اوتنبایوا زیاته کړه: "اوس هغه شیبه رارسیدلې چې له پوهاوي لوړولو څخه عمل ته واوړو. دا چاره د ښکلتیا، بسپنې ورکړې او حکومتولۍ له مالتړ سره لوی، ډله ییز او د پام وړ عمل ته اړتیا لري چې سیمه ییزو اقلیمي ګواښونو ته پکې رسیدل هم شامل وي . دا یو ګډ مسئولیت دی چې د منابعو ترڅنګ د ټولو افغانانو له ظرفیت څخه کار اخیستنې ته اړتیا لري."

د اقلیم کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ ۹) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې په داسې حال کې پیل شوه، چې ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې نړۍ د نه بدلیدونکو او ناورین زیږونکو اقلیمي بدلونونو په درشل کې ده.

د نړۍ د اقلیم په دوه اونیزه غونډه کې د نړۍ له ۱۹۷ هېوادونو څخه شاوخوا ۸۰ زره کسان راغونډ شوي دي. کتونکي دا غونډه د نړۍ لپاره یوه پرېکنده شیبه ګڼي.

متحده عربي اماراتو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په مخ په ودې هیوادونو کې د اقلیم پروژو لپاره د ۳۰ میلیارد ډالرو خصوصي پانګونې صندوق پیل کوي.

د دې غونډې کوربه متحده عربي اماراتو ویلي، هیله لري چې دغه صندوق به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۵۰ میلیارده ډالره پانګونه ترلاسه کړي.

د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په دې غونډه کې وویل: "خوشاله یم چې د اقلیم د بدلون لپاره د نړیوالې حل لارې ترلاسه کولو په خاطر د ۳۰ میلیارد ډالرو صندوق د جوړولو اعلان کوم."

د ملګرو ملتونو د اقلیم په کنفرانس کې پیچلې خبرې اترې شاملې دي. لږ پرمختللی هیوادونه وایي چې بډایه هیوادونه د شنو خونو ګازو د بې ساري زیات اخراج لپاره ډیر مسؤل دي او له همدې امله دوی باید د فوسیل سونګ موادو کارولو د کمولو لپاره غریبو هیوادونو ته تاوان ورکړي.

بې وزله هیوادونه هم وايي چې د اقلیم د بدلون سره د سمون لپاره د نورو هیوادونو مرستې ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG