د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو د حقونو د فعالانو ادعا: افغانستان کې خلک طالبان واک کې نه غواړي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په زده کړو او په غیر حکومتي موسسو کې په کار د محدویتونو د لګولو وروسته د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو ادعا کړې، چې د افغانستان خلک طالبان نه غواړي.

د ښځو د حقونو دغو فعالانو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر۲۸ (مرغومی اوم) په یو سرتړلي ځای کې په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې د دوی په وینا په واک کې د طالبانو د حضور سره مخالف دي. دغو ښځینه فعالانو له خلکو هم غوښتي، چې د طالبانو له افکارو سره مخالفت وښي.

په ورته وخت کې د " ښځو پخپله د ټوکیدلي غورځنګ " یو شمیر غړو ویلي، چې هغوی یوازې د ښځو د حقونو لپاره نه دې راپورته شوي، بلکې د هغوی مقاومت د ښځو او سړو د ازادۍ او برابرۍ لپاره هم دي.

دغه غورځنګ غړو ویلي: " که چیرې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پراننیستل شي، مغزونه تړلي پاتې کیږي. کوم هیواد کې، چې تړلي مغزونه حاکم شي په زندان بدلیږي ، د ښځې لپاره زندان، د سړي لپاره زندان او د انسانیت لپاره زندان".

د "د افغانستان د مقتدرو ښځو اصلي غورځنګ" هم تیره ورځ ویلي و، چې له ټولنې څخه د ښځو حذف کول د ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې دي، چې اوس مهال نړیوالې ټولنې یې پر وړاندې چوتیا غوره کړې ده.

دغه غورځنګ د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې خپله چوپتا ماته کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش د خپل ټویټر په پاڼه په یو پیغام کې ویلي، چې پر نجونو او ښځو باندې د زده کړو او کار په برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا لګیدلي وروستي محدودیتونه د بشري حقونو څخه سرغړونه او هم هیڅ د توجیه وړ نه دي او باید چې ژر بیرته واخیستل شي.

ښاغلي ګوتیرش ټینګار کړی " د ښځو او نجونو د محرومیت او سکوت لپاره اقدامات د افغانستان د خلکو لپاره د ظرفیت جوړونې په برخه کې د سترو کړاونو اواساسي ستونزو سبب کیږي".

د ملګروملتونو امنیت شورا تیره ورځ په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر حکومتي ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي شپږمه) په یوې اعلامیې کې د دې ترڅنګ په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه هم خپله اندېښنه تکرار کړې ده او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړه، برابر او معنا لرونکي مشارکت غوښتنه کړې ده.

دغه شورا له طالبانو څخه هم غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي خلاص کړي او په دې برخه کې خپل چلند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو حکومت د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ په یو نوي اقدام کې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډوي.

طالبانو حکومت لا د ښځو د حقونو د ملاتړو او د ملګروملتونو امنیت شورا نوو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې دمخه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې کومې موسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي باید ددغه هیواد قوانین رعایت کړي.

مجاهد ویلي " مونږ چاته اجازه نه ورکوو، چې د بشري مرستو په نوم د پریکړو او یا هم د افغانستان د اسلامي امارت د مسولینو د څرګندونو په اړه بې مسولیته وغږیږي او یا هم ګواښ وکړي".

د نجونو د تعلیم په اړه دطالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په دې اړه هڅې روانې دي او ممکن د نوي لمریز کال تر پیل پورې دې مسلې ته یو حل لار وموندل شي.

XS
SM
MD
LG