د افغانستان د سوداګرو ښځو فدراسیون وايي، چې په وروستیو دوو کلونو کې د ناامنیو، د نړیوالو مرستو په کمېدو او د اقتصادي وضعیت د ځوړ له امله د ښځینه پانګوالو سوداګري او د پانګونې پرمختګ له لس سلنې نه پنځه سلنې ته راپریوتی او ښځینه پانګوالې له ناسم حالت سره مخ دي.
په کابل کې د ښځینه پانګوالو د لاسي صنایعو نندارتون ته نن راغلیو پانګوالو ښځو ویل چې اوس په نندارتونونو کې پیردونکي کم او تولید شوي توکي یې لږ پلورل کیږي.
د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون مشره ګل جان زمرۍ وویل "دوه کلونو کې د ښځو تجارتونه له رکود سره مواجه شول"
هغه ښځینه پانګوالې چې په تجارت بوختې دي، وايي مارکیټ اوس تر پخوا کم شوی، بهرنیو نندارتونونو ته د ښځو لاسي صنایع او تولید کړي توکي کم وړل کیږي او لا هم ښځینه پانګوالې د قرضو د اخېستو له ستونزو سره مخې دي.
د رسېدلو صنعتکارانو د ټولنې مشره نظیفه میرزاد وویل "دا چې وروستي کلونه د افغانستان اقتصاد ته بحراني وو، مونږ پکې ښې لاسته راوړنې نه لرلې، مارکيټ مو نه درلود، بهرنیان چې دلته وو بیرته لاړل، خپله مېرمنې زیاتې پیسې نه لري، چې بهرني مارکیټ ته ورسیږي".
دم ګړۍ په افغانستان کې ۴۳ زره ښځې په سوداګرۍ بوختې دي، خو ددغې شمېرې ډېرې لږې یې رسمي او یا خپلواکې پانګونې لري.
د ځینو شمېرو له مخې له درېو نه تر څلور سلنې ښځې په سوداګرۍ بوختې دي، خو په غیري رسمي ډول په کرهڼه، کورني اقتصاد کې افغانې ښځې تر شپېتو فیصدو پورې بوختي دي.
د سوداګرۍ وزارت وايي، که ښځې غواړي چې رسمي پانګونې وکړي، نو اسانتیاووې یې زیاتې ورته په پام کې نېولي دي.
بازارونو ته د ښځینه سوداګرو د لاسرسي په وړاندې د پرتو خنډونو په تړاوو یوه څېړنه ښيي، چې لا هم په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو په وړاندې لوی خنډ کلتوري دی.
دا څېړنه چې د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ مؤسسې په لاره اچولې وايي، مالي، د بازار په اړه د معلوماتو نشتون، ټولنیز ګډون او د ملکیت نه شتون له نورو خنډونو دي.
دا څېړنه دا ډول ښيي، چې د ښځو د نفوس یوازې څلور سلنه یې بانکي رسمي حسابونه لري.
دا مؤسسه له حکومت غواړي ترڅو د جنسیت په بنسټ د اقتصادي ودې ستراتيژۍ جوړ شي او ښځې ترې ګټه واخلي.