د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یوه معبد ته د میرمنو په داخلیدو غبرګونونه


پاریدلي هندي مظاهره کوونکي
پاریدلي هندي مظاهره کوونکي

د هند د کریلا ایالت یوه معبد ته د دوو میرمنو ننوتلو د ښځو د حقونو د فعالانو او د سیاسي ګوندونو ترمنځ جنجال جوړ کړی دی.

په کریلا ایالت کې له پيړېو راپدې خوا حایضه ميرمنو ته اجازه نه شته چې مقدسو اماکنو ته ورشي خو دې میرمنو دا دود مات کړ او د ځېنو مذهبي محافظه کارانو غوسه یې راوپاروله.

ولسونه هغو مېرمنو ته چې حائضه دي یا میاشتنې عادت ولري اجازه نه ورکوي چې عبادت ځایونو ته ورشي.

که څه هم د هند سترې محکمې ددغه بندیز د ختمېدو حکم ورکړی خو خلکو یې له منلو انکار کړی دی. د کرېلا ایالتي مشر معبد ته د مېرمنو د ننوتلو قضیه د بې دینانو دسیسه بللې او ویلي دي چې دغو میرمنو د معبد دستور مات کړي دي.

د کرېلا ایالت اعلي وزیر پیناري ویجایان ویلي، دوه میرمنې د یوه لرغوني مذهبي دود په ماتولو سره د چهارشنبې په ورځ د صبرېمالا معبد ته ننوتې دي.

اعلي وزیر وایي دغو ميرمنو پخوا هم معبد ته د ننوتلو هڅه کړې وه خو نارینه عبادت کوونکو یې مخه ډب کړې وه. د چارواکو په وینا دوي دا ځل معبد ته په ننوتلو بریالۍ شوې دي.

خو پدې ایالت کې د ښځو د حقونو فعالانې وایې چې صبرېمالا معبد ته د ښځو ننوتل، ددوي لپاره یوه تاریخې بریا ده. ددغو فعالینو په آند دا د مساواتو د تحریک لپاره لاسته راوړنه شمیرل کیږي ځکه چې د محکمې له حکم وروسته، یو شمیر معترضینو دې معبد ته د ښځو له ننوتلو سره مخالفت کاوه.

د هند مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

دا تر اوسه څرګنده نه ده چې میرمنې څنګه توانیدلې له خنډونو تیرې او ځانونه معبد ته ورسوي.

د هند صدر اعظم نریندرا مودي په یو تلویزیوني مرکه کې دې موضوع ته په اشاره ویلي، اړتیا نه شته چې دا مسله کوم سیاسي ګوند پورې وتړل شي.

د هند سترې محکمې تیرکال امر وکړ چې معبدونو ته د حایضه میرمنو د ننوتلو بندیز ختم شي. خلکو د قاضیانو ددغه حکم د غندلو لپاره لاریون وکړ.

د نړیوالو متخصصینو د یوې سروې له مخې، هند د ښځو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناک هیواد دی او ویل کیږي په هر ساعت کې د جنسي تاوتریخوالو ۴ قضیې ثبت کیږي.

XS
SM
MD
LG