د لاس رسي وړ اتصالات

ډېر سکس د ښځو د عمر د ډېرېدو سبب کېږي- نوې څېړنه


نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتوي
نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتوي

یوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده ښځې چې څومره ډېر سکس (جنسي مقاربت) وکړي، هماغومره یې عمر اوږدېږي او صحت به یې هم ښه وي.

دغه تازه څېړنه د سایکو سکشول په ژورنال کې خپره شوې ده. څېړنه وايي‌ د ۲۰ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکي‌ ښځې چې کم سکس کوي–په یوې اوونۍ کې تر یو ځل هم کم– د بېلا بېلو عواملو له کبله ۷۰ سلنه د مرګ له خطر سره ډېرې مخامخې دي.

د امریکا د مینسوتا ایالت د والډن پوهنتون څېړونکي د ۱۴۵۴۲ ښځو، چې تر ۲۰ کلونو یې عمرونه زیات وو، د روغتیایي معلوماتو له ارزونې وروسته دې نتیجې ته ورسېدل،‌ چې په یوې اوونۍ کې تر یو ځل ډېر سکس کول ښځو ته ډېرې روغتیايي ګټې لري.

د دغې څېړنې لیکونکو لیکلي: «جنسي‌ اړیکي د زړه او رګونو د سلامتیا لپاره مهم دي، البته د زړه د درزېدو د تغیر د کموالي او وینې د بهیر د تېزوالي له کبله.»

څېړونکو موندلې ده چې کله سکس کم وشي او ژور خپګان ورسره یو ځای شي، د مرګ خطر پېښوي.

د دغې نوې څېړنې سر محققې سریکانتا بنرجي د ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، که یو کس او په خاص ډول یوه ښځه له ژور خپګان څخه کړېږي، خو په جنسي مقاربت (سکس) کې فعاله وي، د ژور خپګان له کبله د نورو په پرتله کمه ځورېږي.

ژور خپګان د نورو روغتیایي ستونزو د پیدا کېدو تر څنګ د مړینې لامل هم کېدای شي. ډاکټره بنرجي وایي چې د سکس په وخت کې په بدن کې تولید کېدونکي اندورفینونه د ژور خپګان د منفي صحي اغیزو د مخنیوي اساسي‌ عنصر دی.

اندورفینونه هغه کیمیاوي‌ مواد دي، چې د سکس، بدني تمرین، خوږې غذا د خوړلو او دا ډول نورو خوښۍ بخښونکو فعالیتونو له کبله په بدن کې تولید کېږي. دا مواد درد تسکین کوي، فشار کموي او د بدن د حس ځواک غښتلی کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG