د لاس رسي وړ اتصالات

'د بکارت ازموینه د ښځې له رضایت او د باصلاحیته محکمې د حکم پرته منع شوه'


د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې د بکارت پردې د ازموینې په اړه د جزا د کوډ د ۶۴۰ مادې دویم بند یو ځل بیا تعدیل کړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د کابینې د قوانینو کمېټې د چهارشنبې په ورځ د سپټیمبر ۲ (وږي ۱۲) د جزا کوډ د تعدیل طرحه بررسي کړې ده.

په بیان کې راغلي چې دغې کمېټې پریکړه کړې: "د ښځې د انساني کرامت د خوندیتوب او د بشري حقوقو د موازینو د رعایت لپاره د بکارت د پردې ازموینه باید هم‌مهاله د ښځې رضایت او د باصلاحیته محکمې حکم پورې تړلې وي".

له دې وړاندې په دې ماده کې ویل شوي وو چې د بکارت پردې د عدلي طب د ازموینې ترسره کول د ښځې له رضایت او د باصلاحیته محکمې له حکم پرته منع ده.

د بکارت پردې د ازموینې په اړه دا شرطونه د تېر لمریز کال په تلې میاشت کې تعدیل شوي وو او د قوانینو کمېټې د جزا د کوډ د تعدیل په طرح کې داسې وړاندیز کړی وو: "په هغه صورت کې چې د جرم د اثبات لپاره هیڅ ډول سند او ثبوت موجود نه وي، د بکارت د پردې ازموینه یوازې د باصلاحیته محکمې د حکم له مخې ممکن ده".

خو په نوي تعدیل کې هم‌مهاله د ښځې رضایت او د باصلاحیته محکمې حکم د بکارت د ازموینې لپاره شرط ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د جزا د کوډ د تعدیل په غبرګون کې ویلي وو چې د بکارت ازموینه باید له کوم شرط پرته منع شي.

دغه کمېسیون ټینګار کړی چې د جرم د ثابتولو لپاره د ښځو د بکارت پردې ازموینه طبي او علمي بنسټ نه لري او د افغانستان لویې څارنوالۍ هم ویلي چې په ځینو مواردو کې د بکارت د پردې ازموینه د حکم اساس نه شي ګرځېدلی.

XS
SM
MD
LG