د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه


US dollars
US dollars

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ مارچ ۱ (کب ۱۰) له افغانستان سره د بشري مرستو‌ په هدف څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

دغه ستر مرسته کوونکي بنسټ ویلي دي چې دا پیسې به د طالبانو لاس ته نه ورکول کیږي بلکې د ملګرو ملتونو د اداراتو او نړیوالو موسسو له لارې به په افغانستان کې لګول کیږي.

دا پیسې د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ځانګړي کیږي، د تیر کال په ډسمبر میاشت کې هم د سخت ژمې په جریان کې له بشري ناورین سره د مبارزې په هدف له یاد صندوق څخه ۲۸۰ میلیون ډالره ورکړل شوي و.

په واشنګټن کې میشت دغه بنسټ ویلي دي چې دا پیسې د بلاعوضه مرستې په توګه د اساسي خدماتو د وړاندې کیدو، د آسیب پذیره افغانانو د ملاتړ، د انساني پانګې د ساتلو، د اقتصادي او اجتماعي خدماتو د وړاندې کیدو او په راتلونکې کې بشري مرستو ته د اړتیا د کمیدو‌ په هدف ترسره کیږي.

نړیوال بانک په تیر اګست کې وروسته له هغه له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې چې طالبان په هغه هیواد کې واکمن شول.

د افغانستان د بیارغونې صندوق د څو ډونرانو له خوا جوړ صندوق دی چې د میلیونونو افغانانو د ژوند د ښه کیدو لپاره نړیوالې مرستې همغږي کوي او د مرسته کوونکو په استازیتوب د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي.

د طالبانو له واکمنیدو مخکې، یاد صندوق د افغانستان د پراختیایي تمویل ستره سرچینه وه او د حکومت کابو ۳۰ سلنه بودیجه یې ورکوله.

د فرانسې خبري آژانس څرګنده کړې، له دې چې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ندی پيژندل شوی نړیوال بانک په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته پیسې نشي ورکولی، او له همدې امله د یونیسف په شان د ملګرو ملتونو اداراتو ته په افغانستان کې له بشري کړکیچ سره د مبارزې په هدف پیسې ورکوي.

اکثریت افغانان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د خوراکي موادو له کموالي او شدید فقر سره مخ شوي دي.

نړیوال بانک په داسې حال کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې خبر ورکوي چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۲۵ ( کب ۶) په افغانستان کې تجارتي او مالي معاملاتو ته د پراختیا ورکولو په موخه نوی جواز صادر کړ، په دغه جواز کې د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم شامله ده.

د مالیې د وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې یې ویل شویدي دغه جواز په دې هدف صادر شوی چې په طالبانو باندې د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیاده، او د دې ښکارندويي کوي چې متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو او متحدینو او نړیوالو خیریه موسسو سره کار کولو ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG