د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام بامیان ته ورسېد


ټاکل شوې د بامیان ولایت وروسته دا جام د هرات او کندهار ولایتونو ته هم واستول شي.
ټاکل شوې د بامیان ولایت وروسته دا جام د هرات او کندهار ولایتونو ته هم واستول شي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د درې ورځني سفر په ترڅ کې دا جام نن د پنجشنبې په سهار (مرغومې ۶ مه)د یو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې له کابل څخه بامیان ولایت ته ولېږدول شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي د کرکټ نړیوال جام سره د بامیان ولایت ته د رسیدلو پر مهال د دغه ولایت د زرګونو اوسېدونکو او د سپورت د مینه والو له ګرم هرکلي سره مخ شو.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جامد چهارشنبې په ورځ کابل ته راوړل شوی وو.

ټاکل شوې دا جام له بامیان وروسته د هرات او کندهار ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي بامیان ولایت ته د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لېږد، سپورټ او په ځانګړي ډول د کرکټ لوبې ته د خلکو هڅونه ښيي.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي، بامیان ولایت ته د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د رسیدلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا وویل، چې د بامیان په ولایت کې به په نړیوالو معیارونو برابر د کرکټ یو لوبغالی جوړ شي.

ښاغلي فضلي د بامیان ولایت له ځوانانو وغوښتل، چې کرکټ ته مخه وکړي او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړیتوب تر لاسه کړي.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا دغه ولایت ته د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام، د ور وړلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د کرکټ بورډ د مشرتابه څخه وغوښتل، چې په بامیان ولایت کې دې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

ښاغلي زهیر وویل:" افغانستان او بامیان ته د د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال ور وړل د یو ملي جشن د جوړیدو سبب شوی دی، د کرکټ ملي ټیم د افغانستان او د بامیان ټیم دی".

ټاکل شوې، چې نن د غرمې وروسته به د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د بودا د مجسمې په سیمه کې د خلکو لپاره نندارې ته کیښودل شي.

تېره ورځ دا جام د کابل ښار د دارالامان تاریخي ودانۍ مخې ته هم د خلکو لپاره نندارې ته ایښودل شوی وو.

ټاکل شوې، چې دا جام به له افغانستان وروسته متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته ایښودل شوی و.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۱۹ کال د مې د ۳۱ ورځې څخه د جولای د ۱۴ ورځې پورې په برتانیا کې ترسره شي.

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې لس هیوادونه، چې افغانستان او ایرلینډ هم په کې شامل برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG